لیکنه : بلال حدید
طالبانو د خپلې جنګي او سياسي استراتيژۍ په تعقیب چې د شننونکو له آنده تر اوسه له ځان سره ډيرې برياوې هم لري يو پنځوس دقيقه ييز فلم نشر کړي.
ياد فلم د زماني او مکاني پلوه طالبانو په داسې حساسه موقع نشر کړ چې له يو پلوه د افغانستان لپاره د امریکا نوې استراتيژي چې په هیواد کې د طالبانو ځانګړو او سرتیرو بريدونو له ګڼو سوالونو سره مخ کړې د طالبانو وروستی دريځ کیدای شي او له بل پلوه له طالبانو سره د ګډ حکومت د سولې وروستیو هیلو ته د طالبانو د مدبرانه سیاست د نسبتاً اوږدې چوپتیا ځواب هم کیدای شي .
د طالبانو د تیرو کلونو جنګي تکتیک ته په کتو یاد فلم له ځان سره طالب قومندانانو او نظامي مسؤلینو ته دا پیغام بدرګه کوي چې د چریکي جنګ یو نوي پړاؤ ته داخل شي ،د مرکزونو د نیولو په ځای اشخاص هدف وګرځوي ، په ولسوالیو او پوستو کې د ناستو عسکرو پر ځای د برید هدف د دوی په وینا د دښمن ظالم جنرالان ، قومندانان او فکري شخصیتونه وګرځوي .
په یاد فلم کې د هدفي وژنو لپاره د ځيرکو او ځواکمنو اشخاصو په انتخاب ، د هدفي وژنو لپاره د پلان د جوړولو په څرنګوالي،د هدفي وژنو لپاره د افرادو په لازمه تربیه او روزنه ځانګړی تمرکز شوی چې په جګړه کې د کامیابۍ راز د یادو معیارونو په اساس کیدای شي .
په سیاسي برخه کې یاد فلم له ځان سره څو ځانګړنې لري :
1. عموماً هر ډول جګړه که سیاسي وي که نظامي یو تبلیغاتي روح ته اړتیا لري ،چې بناء د طالبانو د جنګي کرښو اوسنیو اړتیاؤ ته د تبلیغاتي او فرهنګي موادو نشر یو ژوندی روح بللی شو .
2. د شننکو له آنده نوي جنګي فصل ته د طالبانو له داخلېدو سره سم او خپلو افرادو ته د جنګي روح د ورکولو لپاره د دا ډول فرهنګي موادو نشر د طالبانو تر منځ د هماهنګۍ او نظم ښکاره ثبوت کیدای شي .
3. د طالبانو په وینا د بریدونو هدف د دښمن ظالم جنرالان او قومندانان ګرځول د ګډ حکومت د ادارې عسکرو ته دا پیغام ورکوي چې زموږ هدف ستاسې قتل او ټول وژنه نه بلکې خپلو عالي اهدافو ته رسیدل دي .
















