له مبارزې د طالبانو د ستړيا خبره د څه ښکارندويي کوي؟

تميم توفيق
په دې کې ذره شک نشته چې په زمکنيو حقايقو او واقعيتونو د امريکا او ناټو په شمول د ع و غ د ادارې اروا هم شکه نه ده، دوی په هيواد کې روان وضعيت له هغه ډير بدل ويني، لکه څنګه چې دی، د ع و غ اداره هم د امريکايي چارواکو په څير د افغانستان خلکو ته په داسې لهجه خطاب کوي لکه امريکايي يا د بل اروپايي هيواد اولس ته چې مخامخ وي.
کله د دې هيواد خلک او طالبان په بمباريو او شپنيو چاپو ويروي، کله يې د سپېڅلې مبارزې د رنګ پيکه کولو لپاره د ايران، روسيې، پاکستان او يا کوم بل هيواد د ملاتړ او همکارۍ په تورونو د بدنامولو هڅه کوي او کله يې بيا په يادو هيوادونو د سياسي فشار واردولو په تهديد له برحقې مقابلې د پرشا کولو غورځې پرځې کوي، خو دا چې دغه باعزمه اولس حقيقتاً په يادو هيوادونو پورې هيڅ تړاو نه لري؛ ځکه خو يې دښمن د حوصلې ماتولو په برخه کې ګټوره پايله نه ده تر لاسه کړې.
تيره ورځ د امريکا د هوايي ځواک د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزيف ال ووټل په خورا ستوغه لهجه وويل چې طالبان به د زور له لارې سولې ته حاضر کړي، په داسې حال کې چې د دفاع وزير ماټيس يې يوازې په سياسي هڅو د افغانستان د کشالې د حل په لټه کې دی، دغه راز افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو مشر جنرال نيکولسن بيا خپلو پوځيانو ته په خبرو کې وويل چې طالبان هم زمونږ په څير له جګړې ستړي دي.
“My perception of what is going on inside the Taliban is they are tired of this war as well, they’d like to return home, they’d like to rejoin society and, just like the people of this country, would like to see the end of this war as would all of us,” Nicholson said.
نيکولسن وويل: (د طالبانو په منځ کې روان حالت ته په کتلو زه فکر کوم چې دوی له دې جګړې ستړي شوي، دوی غواړي بيرته کور ته راوګرځي، په ټولنه کې اوسيدل خوښوي او لکه د دې هيواد خلک، د دغې جګړې د پای ته رسيدو په هيله دي، لکه موږ ټول چې دا غواړو.
له دغسې خبرو معلوميږي چې امريکايانو تر اوسه پورې د طالبانو او افغان اولس حقيقي اړخ نه دی درک کړی او هم په دې اړه د خپلو ګوډاګيانو لخوا غولول کيږي.
د نيکولسن د دې خبرو لاندې په څرګندونو کې يو تن پوځي ښکاري افغانستان کې به وي، ليکلي ( دلته د امريکايانو هر کلی نه دی شوی. د مهربانۍ له مخې خبرې وکړئ! تاسې دوی (طالبانو) ته څه وړاندې کوئ؟ دوی چې څه غواړي، هغه د بهرنيو پوځيانو لخوا د دوی د وطن پرېښودل دي، بس.
يو بل امريکايي ورته ليکلي چې (څه بې عقل جنرال!!! دوی بيخي له جګړې ستړي نه دي، بلکې د همدې لپاره ژوند کوي. تاسې به څنګه يو داسې دښمن ته شکست ورکړئ چې ستاسې توپک ته ګوري او جنت په سترګو ويني؟
جنرال نيکولسن که څه هم د طالبانو د ستړيا خبره وکړه خو خپله ستړيا يې هم په خورا واضحو ټکو کې بيان کړه، د دوی له نننيو حرکاتو سکناتو هم له ورايه ښکاري چې رښتيا هم ستړي شوي دي، دوی فکر کوي چې که ناټو له بې مثله پوځي ځواک سره سره له ۱۷ کلنې جګړې ستړې شوې ده؛ نو طالبان به ضرور ستړي وي. خو داسې نه ده، او دا واقعيت به دوی هم ډير ژر درک کړي.
له مبارزې د طالبانو د ستړيا خبره دا څرګندوي چې جنرال نيکولسن په افغانستان کې د اوږدې مودې ماموريت ترسره کولو وروسته هم نه دی توانيدلی چې د طالبانو/افغان اولس په حقيقي اړخ يې سر خلاص شي، دوی او ګوډاګيان يې تر نن ورځې پورې دغه مبارزه د چوکۍ/پيسو يا واک تر لاسه کولو يو هڅه ګڼي؛ ځکه چې په خپل ځان يې قياسوي، همدا وجه ده چې افغان مبارزين د ځان په څير ستړي ګڼي او په بل اړخ د روان وضعيت اړولو په موخه کله له تهديدونو کار اخلي، کله د څوکيو وړانديزونه کوي او کله بيا په دې متحد صف کې د درځ اچولو هڅې کوي.
خو ټولې هڅې به يې لکه څنګه چې په تيرو ۱۷ کالو کې ناکامې ختلې، بيا به هم د کاميابۍ مخ ونه ګوري او لکه د سره شوروي به دوی هم په ډير شرمنده حالت کې له دې هيواده د ځان ايستل تر هر څه بهتر وګڼي، ان شاءالله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button