تخار: د خواجه غار په مربوطاتو کې یوشمیر پوستې د طالبانو لاس ته لويدلې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۶ فرید افغان)

له تخار ولایت څخه خبرونه وایي؛ چې طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ اړوند دپول پول مؤمن او ګورتپه سیمو کې د ملي اردو او سيميزو پولیسو له ځواکونو څخه یو شمیر پوستې نیولې.
سيميزې سرچینې وایي؛ طالبانو د تیرې شپې له ۱۲ بجو د سهار تر ۴ بجو پورې پر یادو پوستو تعرضي بریدونه وکړل چې په پوستو کې میشت ځواکونه یې د پوستو پريښودلو ته اړ کړل.
طالب ویاند ذبيح الله مجاهد خبر ورکړی؛ چې په سیمه کې یې څو پوستې نیولې او ۵ تنه ملي اردو او اربکیان یې وژلي او د یو قوماندان په ګډون ۴ تنه یې ټپیان کړي.
طالبانو د ګڼو مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی.
ځایي چارواکو او د دفاع وزارت په دې تړاو کوم سپيناوي نه دی کړی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په وروستیو څو ورځو کې په تخار، بادغیس، غور او فاریاب کې ګڼ پرمختګونه کړي او زیاتې سیمې یې تر خپل واک لاندې راوستلې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button