د پاکستان د ملي امنيت سلاکار نن کابل ته راځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۶) ټاکل شوې ده چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه نن د شنبې په ورځ په يوه رسمي سفر کابل ته راشي.

پاکستاني رسنيو د دغې هېواد د چارواکو له قوله ليکلي، چې جنجوعه به په کابل کې له ولسمشر غني، اجرائيه رئيس او د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره په يو لړ مسايلو خبرې وکړي.

سرچينې زياتوي، ناصر جنجوعه به له افغان چارواکو سره د پاکستان او افغانستان د اړيکو په ښه کولو او په سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې او سولې اړوند بحث وکړي.

پاکستاني رسنۍ ليکي، جنجوعه د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په بلنه کابل ته ځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button