کابل ټکی کام ۱۷لېندۍ/۱۳۹۴، حذیفه منصوري
طالبان د پردیو غلامان دي، یا نه دي، د چا له خوا اکمالیږي؟ او څه وجه ده چې دومره لویې مبارزې ته یې ملا تړلې…؟
دغه ذکر شوې پوښتنې او دې ته ورته نورې پوښتنې دي چې په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر یې د روشنفکرانو بحثونه تاوده ساتلي، او ورځنۍ هره موضوع یې له همدې ټکو پیلیږي.
په ۲۰۰۱میلادي کال کې چې کله صلیبي یرغلگرو هېواد یرغمل کړ او د طالبانو موجوده نظام یې را نسکور کړ، او په کمه موده کې یې د هېواد ټولې برخې پخپل کنټرول کې را وستې، په طالبانو یې د محاصرې کړۍ را تنګې کړې، د طالبانو نه، بلکې د ټولو افغانانو د هستوګنې ځایونه په امریکایي بمبار وران کړل شول، د هستوګنې ځایونه یې ورک شول، ارتزاقي مواد پرې بند شول او…
نو طالبان له هېواد څخه وتلو ته اړ شول او نږدې همسایه هېواد پاکستان ته مهاجر شول، او هلته یې د ځینو انصارو په مرسته پناه واخېسته او د نا مالوم سرنوشت په درلودلو سره یی د ژوند شېبې شمارلې.
امریکایانو او ورسره ملګرو یې په هېواد کې خپل یرغلي اصول، بمباري، چاپې، هېواد ورانونه، افغان وژنه او…همداسې پر مخ بېول.
او طالبان چې لا پخوا د خپل ولس غم ورسره وو نو یې په هېواد یرغل، د امریکایانو او ورسره داخلي ګوډاګیانو په لاس د افغانانو وژل او ځورول و نشوای زغملی، لاس په وسله شول او د ظلم او یرغل د مخنیوي تابیا یې ونیوله، طالبانو خپل ګروپونه منظم کړل، او جهادي مبارزه یې پیل کړه.
په هېواد کې موجوده میشت پوهانو چې د امریکا په لاس روزل شوي وو د امریکایانو د یرغل د مشروعیت په خاطر یې له خپلې پوچې مفکورې دلایل تراشل، تر څو هېوادوالو ته دا غلط ذهنیت ورکري چې هېواد د امریکایانو تر یرغل نه دی، بلکې د دوی د راتگ هدف په هېواد کې بیارغونه ده.
په هېواد کې د طالبانو جهادي خوځښت همداسې زور واخیست، یرغلګر او ورسره ګوډاګیان یې حصار کړل او د مرګ کندو ته یې ور ټېل وهل.
په طالب چې د پنجابي، غلام او… ټاپو پخوانی سابقه درلوده نو یو ځل بیا په طالبانو د منافقینو ورته ټاپو زور واخیست، او طالبان یې یو ځل بیا په غلامي، دهشتګردي، افراطیت او په مختلفو نومونو ونومول.
را ځم اصلي موضوع ته هغه دا چې آیا طالبان په رښتیا د پردیو غلامان دي!؟
له روشنفکرانو که پوښتنه وشي، که د طالبانو ضمیر غلامي قبلولای شوای مخکې تر دې چې د خلاصۍ لپاره هجرت وکړي، ښه به نه وه چې تیاره په لاس ورغلې د امریکا غلامي یې قبوله کړې وای، نه به د غلام د غلامۍ په تورونو تورنېدل، نه به یې ژوند کړاوونو او ستونزو سره مخ کېدو، بېغمه به یې د سیکولرانو او دیموکراتانو په څېر له راغلیو مېلمونو سره مېلې کولې، او همدغه طالبان وو چې پخوا به د کمونست پاتې شونو ورته غلامان او پنجابیان ویل، نو به د هېواد اصلي بچی بلل کېدو.
په موجوده بحثونو کې دا پوښتنه چې طالبان د چا له خوا اکمالیږي؟ همېشه تکراریږي!
که په ساده او مختصر ډول ووایو چې طالبان هیچا ته ځان نه منسوبوي، ازادي او استقلال یې له ورایه ښکاري.
روانه جهادي مبارزه یې د کفر او ارتداد په مقابل کې د خپلو هېوادوالو په بې ساري مرسته روانه ده.
او د نېکو هیلو دغه روانه کړې بېړۍ یې د بریا ساحل ته د رسېدو په حال کې ده. ان شاءالله
یادونه: ضروري نه ده چې په کابل ټکي کام کې دې خپرې شوې مقالې د ادارې ترجماني وکړي، هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی.
















