دوه میاشتې کیږي چې د پوهنې او کورنيو چارو وزارتونو خپلو کارمندانو ته تنخواوې نه دي ورکړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۶ فرید افغان)

د پوهنې وزارت کارکونکي وایي چې، وزارت یې له تیرو دو میاشتو راپدیخوا معاشونه ځنډولي.
د آریانا نیوز د خبر تر مخه؛ د کابل ښار او ولایاتو د ښوونکو تنخواوې ځنډیدلې او د پوهنې وزارت یې په اړوند رسنیو ته هیڅ معلومات نه ورکوي.
بل پلو د کورنیو چارو وزارت بیا خپله مني چې خپلو کارمندانو ته یې معاشات نه دي ورکړي.

د دې وزارت ویاند نصرت رحيمي وایي ؛ د نوي سیستم د رامنځته کولو او د فساد د له منځه وړلو لپاره یې د تنخواوو بریښنایي ورکړه غوره ګڼلې چې له کبله یې په توزیع کې ځنډ هم راغلی دی.
د مالې وزارت ویاند اجمل عبد الرحیمزی بیا وایي؛ چې د ښوونکو مامورينو، او ټولو امنیتي کارمندانو بودیجه یې یادو دواړو وزارتونو ته استولې او نور د هغوی داخلي کارونه دي چې تر دوی پورې اړه نه لري
ښوونکي د ژمنه شویو حویلیو د نه توزیع او پولیس د خپلو معاشاتو د پر وخت نه توزیع نه هم شکایتونه کوي چې د چارواکو په وینا لا هم په دواړو وزارتونو کې د فساد ریښې په ټولیز ډول نه دي ختمې شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button