د شفافیت نړیواله اداره : په حکومت کې شته اداري فساد ولسونه د طالبانو پلویان کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۸ فرید افغان)

د ملګرو ملتونو د شفافیت نړیوال سازمان ویلي چې په دولتي ادارو کې پراخ اداري فساد افغان ولسونه هڅولي ترڅو خپل اعتماد پر طالبانو زیات کړي.
د دې سازمان یوه غړي «فرانک واګل» ویلي؛ د افغان دولت په قضایي ارګانونو، امنیتي اداراتو او ګڼو نورو برخو کې په پراخه کچه فساد روان دی ،چې په وینا یې د روان بحران لوی لامل ده.
واګل ویلي ډیری فساد او مافیا د مخدره توکو په قاچاق کې ده چې د نړیوالو په ګډون ګڼې امنیتي ادارې هم پکې ښکیلې دي.
نوموړي ویلي؛ امریکایان د ترخو حقایقو څخه ډډه کوي ځکه چې په خبره یې، هغوی پوهیږي دا به د دوی پر وړاندې د ولسونو نوره کرکه هم را وپاروي.
باید وویل شي چې افغانستان د نړۍ په کچه څلورم فاسد هیواد ده چې په ټولو دولتي اداراتو کې یې په یو نه، یو ډول فساد روان ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button