سټيو کول: پاکستان نه غواړي چې “اسلامي امارت” بيرته راشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱) مشهور سياسي کارپوه او امريکايي ليکوال سټيو کول ويلي، چې پاکستان په افغانستان کې د ملګري نظام غوښتونکی دی.
دغې امريکايي ليکوال سټيو کول زموږ پر هېواد، له شوروي يرغله رانيولې د 2001ز كال دسپتمبر تر لسمې د “پېريانو جګړې” په نوم يو مشهور کتاب ليکلی او اوس يې په واشنګټن کې د خپل نوي کتاب چې په افغانستان کې يې د امريکا په پټې جګړې او پر روانو چارو لیکلی خبرې کولې وويل: چې پاکستان غواړي په افغانستان کې داسې نظام واکمن وي چې له اسلام اباد سره ښې اړيکې وپالي او په دغې هېواد کې د هند د نفوذ مخه نيول شوې وي.
د هغه په باور”ښايي پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي په خاطر په ځینو تاوتریخوالو کې لاس ولري. خو، پاکستان نه غواړي چې افغانستان په بشپړ ډول یو بل کورني جنګ کې سقوط وکړي، ځکه چې داسې هېڅ یوه لاره نشته چې پاکستان خپلې خاورې ته د دغه جنګ د غځېدو مخه ونیسي، آن نه غواړي چې اسلامي امارت هم بېرته راشي.”
د کول په خبره، د کابل امن د اسلام اباد له امن سره تړلی او په افغانستان کې روان جنګ د پاکستان په زيان هم دی ځکه که افغانستان کې امن وي پاکستان به خپله پاملرنه داخلي مشکلاتو او اقتصادي پياوړتيا ته واړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکايي او افغان چارواکو په وار وار تور پورې کړی چې پاکستان طالبانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او د هغوی ملاتړ کوي خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
د راپورنو له مخې، اوس مهال د افغانستان نږدې نيمه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده او تر خپل واک لاندې سيمو کې په هېواد کې پر بهرنيو او افغان ځواکونو د عملياتو پلانونه برابروي او پر هغوی بريدونه کوي.



