نوروز دشریعت په هنداره کې

لیکوال مولوی سلیمان حقاني
نوروز دمجوسیانو اختر او دخوشحالۍ ورځ ده، متاسفانه چې ډېر ناخبره مسلمانان، خاصکر تش په نامه ظاهري لباس پوښ ملنګان یې په زیاته خوشالۍ؛ ذکرونو خیراتونو سره تجلیلوي. ځینې خلک ددې ورځې تعظیم او درناوی په روژه نیولو، ښو خوراکونو او یا هم په قبرونو دجنډو لګولو، اولیاء کرامو بزرګانو او اتلانو په مزارونو دمېلو، غونډو، مشاعرو او یا دجلسو په بڼه د نعتونو، تقریرونو، تلاوتونو سره او بیا ځینې نور یې د جهالت دزمانې په شان دسازونو، سرودونو، نڅاګانو او… …ناوړه اعمالو په ترسره کولو سره دنوروز احترام او درناوی کوي.
چې دا ټول دقرآن کریم، نبوي احادیثو، حنفي فقهې، دصحابه کرامو اثارو او داسلامي تاریخ په ځلانده پاڼو کې په صراحت سره حرام دي.
عن انس قال قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدینة ولهم یومان یلعبون فیهما فقال ما هذا الیومان قالوا کنا نلعب فیهما في الجاهلیة فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان الله قد ابدلکم بهما خیرا منهم یوما لاضحی ویوم الفطر.
مشکاة المصابیح ج: ۱ص: ۱۶۲
ترجمه: حضرت انس رض فرمایي چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشریف راوړ، دمدینې منورې خلکو لپاره دوه ورځې وې چې هغوی پکې لوبې کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: دغه دوه ورځې څه دي؟ هغوی وویل: موږ به دجهالت په زمانه کې په دغو دوه ورځو کې لوبې کولې. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یقینا په تحقیق سره الله بدلې کړي تاسو ته په دغو دوه ورځو بهتره له دغوو ورځو څخه، چې یوه دلوی اختر اوبله د واړه اختر ورځ ده.
تشریح: دپورتني حدیث شریف له صریحي عبارت ځنې په ډاګه شوه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دمدینې منورې خلک دجهالت دزمانې له رسم (دود) او طریقې (کړنلارې) څخه منعه کول چې هغه دنوروز او مهرجان ورځو لمانځل وو او داسلام ستر لارښوونکي صلی الله علیه وسلم په اسلام کې دخوشالۍ لمانځلو ورځې او طریقه وښودله چې هغه ددوه اخترونو مبارکې ورځې دي نو ددغه حدیث په استدلال سره دنوروز لمانځل حرام او ناروا دی.
دکاېناتو سترڅښتن (جل جلاله) فرمایي: وما اتاکم الرسول فخذوه ومانهاکم عنه فانتهوا
سورت حشر ایت نمبر ۷ سېپاره نمبر ۲۸
ترجمه: په هغه شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راتګ کړې وایې خلئ، اوله کوشي څخه چې تاسې منعه کوي نوله هغه څخه منعه شئ.
تفسیر: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دالله تعالی له لورې پېغمبر دی، نو هغه صلی الله علیه وسلم به خامخا هغه خبره خلکو ته کوي کومه چې دالله څخه ورته وحی شوي وي، ځکه قرآن کریم په خپله ددې خبرې ګواهي کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپله ځانه کومه خبره نهذکړي بلکې هغه ته هره خبره دالله ج له طرفه وحی وي.
الله تعالی فرمایي: وما ینطق عن الهوی ان هو الا وحی یوحی
سورت نجم: سېپاره ۴: ایت ۳
ترجمه: رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل خواهش (ځان)نه خبرې نه کوی بلکې دده خبرې دالله تعالی له طرفه وحی دي چې ورته وحی کېږي.
قال ابو حفص الکبیر الحنفې: من اهدی في النیروز بیضت الی المشرک تعظیما للیوم فقد کفر با الله تعالی واحبط اعماله
مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح ج: ۳ض: ۵۴۳
ترجمه: امام ابو حفص الکبیر الحنفي فرمایې چاچې یوه هګۍ مشرک ته دنوروز ورځې دتعظیم له امله هدیه او تحفه (ډالۍ)کړه په تحقیق سره هغه په الله تعالی کافر شو او ټول عملونه یې ضائع او برباد شول.
تشریح: ځکه کافر کېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دنوروز له تعظیم څخه منعه کوي، بیا هم چې دا تعظیم کوي نو دا د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له امر څخه مخالفت او دکفارو اطاعت دی دا بعینه پخپله کفر دی .(اعاذنالله منها)
قال قاضي ابو المحاسن الحسن بن منصور الحنفي: من اشتری فیه شیأ لم یکن یشتریه فی غیرت او اهدی فیه هدیة الی غیره فان اراد بذالک تعظیم الیوم کما یعظمه اکفرت فقد کفر وان اراد بالشراء التنعیم والتنزه وبالاهداء التحاب جریا علی العادت لم یکن کفرا لکنه مکروه کراهت التشبه بالکفرت
مرقات المفاتیح ج: ۳ص: ۵۴
ترجمه: قاضی ابوالمحاسن حسن بن منصور حنفي ویلي چې هرهغه کس چې دنوروز په باندي یوشئ واخیست حال داچې دغه شخص له دغې نوروز ورځې بغېریې داشی نه اخسته، او یایې یو شی بل چاته په همدی ورځ تحفه کړ که چېرې دده ددې شي اخیستنې او یا بل ته تحفه کولو دنوروز تعظیم اراده درلوده، لکه څرنګه چې کفار ددې ورځې تعظیم کوي بېشکه دغه سړی په دې اخستلو او هدیه کولو سره کافر شو. که چېرې یې په دې ورځ داخستنې او یا هدیه کولو اراده ددې تعظیم نه وو بلکې داکار یې دنعمت، رفعت اومحبت له وجې وو دخپل پخواني عادت سره سم، یعنې دغه سړي دتحفه ورکولو عادت وو، نو بیا نه کافر کېږي ، خو بیا هم مکروه ده دکفارو سره دمشابهت دکراهیت له وجې،



