اقتصاد وزارت: د افغانستان اقتصادي وده درې سلنه لوړه شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱) د افغانستان د اقتصاد وزارت وياند سهراب بهمن وايي، چې تېر لمريز کال کې د هېواد واردات او صادرات زيات و او د افغانستان اقتصادي وده نږدې درې سلنه لوړه شوې ده.

نوموړي وويل: د تېر ۱۳۹۶م کال مونږ د ۱۳۹۵م کال په پرتله د صفر اعشاريه پنځه سلنې اقتصادي ودې شاهدان و “زمونږ اقتصاد د تېر کال په پرتله په ښه ځای کې دی، دا خپله دا ښيي چې اقتصادي وضعیت ورو ورو ښه شوی او میلان‌يې د زیاتېدو لوري ته دی.”

په عين حال کې د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال وايي، چې د ټاپي پروژې پرانيسته، کاسازر، ټوټاپي د ريل پټليو غځول او د يوې لارې او يو کمربند پروژې هغه څه دي چې د هېواد په اقتصادي پياوړتيا کې مرسته کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ مسؤل مدير سعید سعیدي رسنيو ته ويلي، تېر کال د افغانستان صادرات د ۷۵۰ ميلیونه ډالرو په شااوخوا کې وو او واردات اووه ميلیارده ډالرو ته رسېدل.

د سيمې هېوادونو سره د ريل پټليو او هوايي دهليزونو، ټاپي او يو شمير نورو پروژو ته په کتو د ځينو مسئولينو او کارپوهانو په باور چې لا هم په هېواد کې بې کاري، فقر، د وارداتو لوړ قيمتونه او د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانيو ارزښت کمېدل هغه څه دي چې د اقتصاد وزارت هغه ادعا ننګوي چې وايي د هېواد اقتصاد ښه شوی دی.

دغه راز يو شمير هېوادوال او د ولسې جرګې غړې فاطمه عزيز وايي، چې تېر کال د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې ډيری سوداګر او پانګوال د نا امنۍ، فساد، د سوداګرو تښتونې او ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګريوان و، چې له امله يې په اقتصاد، د سوداګرۍ په پياوړتيا او پانګونې ژور اغيز غورځېدلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button