د دې وخت نه دی چې ناټو ووايي: ښه هڅه مو وکړه، اوس مو کور ته د تلو وخت دی؟

تميم توفيق

Is it not time for NATO to say we tried our best and now it is time for us to go home?
دا د فرانک ووګل د هغې ليکنې وروستۍ جمله ده چې په ګلوبليسټ مجله کې يې د (فساد او د قانون نه شتون د افغان لانجې بنسټيز لامل دی) تر عنوان لاندې ليکلې ده. فرانک ووګل امريکايي ليکوال او د شفافيت نړيوالې ادارې له بنسټګرانو څخه دی.
ووګل په خپله ليکنه کې ويلي چې افغانستان د قانون د حاکميت له فقدان سره مخ دی او اداري فساد پکې دومره زيات دی چې د ځينو خلکو له کوششونو سره سره د لا زياتوالي په لور روان دی، د مخدره موادو توليد او صادرات هم زيات شوي، چې دا د دې هيواد د بحران اساسي سبب دی.
نوموړي دا خبره هم په خورا وضاحت سره کړې چې امريکايان په دې هيواد کې له روان حالت سره ځان نه مخامخ کوي، چې دا کار يې د لانجمن وضعيت د لا سختيدو سبب شوی دی.
د ووګل تفصيلي ليکنه په ګلوبليسټ مجله کې ليدلی شئ، موږ يې دلته له را اخيستلو تيريږو او يوازې دې ياد کړي واقعيت ته تم کيږو چې يوازې هغه افغان ترې انکار کولی شي چې احساس او ضمير نه لري.
په موږ د جابرو امريکايانو لخوا تپل شوي لاسپوڅي د دې سبب شوي چې هيواد، ولس، ديني او ملي ارزښتونه مو په بدمرغيو واړوي، بلکې په دې سربېره د ناټو هيوادونو د رنګ بدۍ لامل هم جوړ شوي دي.
نن په ټوله نړۍ او ځانګړي ډول اسيا کې د امريکا/ناټو لخوا زمونږ د هيواد له اشغال او دلته له پاتې کيدو علاوه، دا ويرونکی واقعيت هم د تحليلګرانو په بحثونو، مرکو او ليکنو کې اورو او لولو چې د افغانستان په فساد کې ډوب دولت نه يوازې د دې هيواد او خلکو، بلکې د سيمې لپاره د يو لوی خطر حيثت غوره کړی دی.
د ووګل له خبرې جلا، دلته له شته حقايقو له ورا معلوميږي چې امريکايان په لوی لاس او قصدي ډول غواړي زمونږ هيواد نا ارام او د جګړو ډګر وګرځوي، ترڅو د دوی حضور ته اړتيا پيدا شي، خو د شنونکو په باور دا د امريکايانو ناکام سياست دی، چې هم د دوی او هم د ناټو هيوادونو په زيان تماميدلی شي.
د دې دليل دا دی چې د امريکا او ناټو شتون ته به هله د سيمي د هيوادونو سترګې اوښتې چې په دې سيمه کې يو بل سپيڅلی قوت (اسلامي امارت) نشت وای، اوس چې اسلامي امارت شته او د موثقو راپورونو له قراره د هيواد ۷۰ سلنه خاوره په واک کې لري، د سيمې هيوادونو هم هيلې ورپورې تړلې او د اميد سترګې يې يوازې د اسلامي امارت په لور دي او هيڅکله د امريکا، چې د دوی اړوند بدې ارادې هم لري، حضور ته اړتيا نه احساسوي.
اسلامي امارت بايد له نظامي ډګره ورهاخوا په سياسي ډګر کې هم د امريکا په اړه په هيواد کې دننه او د سيمې د هيوادونو له اوسنۍ سل سلنه بدلې شوې فضا څخه اعظمي استفاده وکړي، د نور هيوادونو په شمول د ناټو له غړو هيوادونو سره د تماس په نيولو سره بايد هغوی د دې وضعيت په اصل حقيقت پوه کړي، چې دلته د امريکا شتون او د هغې د شومو اهدافو لپاره د دوی ستړيا نه يوازې د افغانستان په خير نه ده، بلکې پخپله د ناټو غړيو هيوادونو لپاره هم ګټورې پايلې نه لري.
اوس چې زمونږ د ولس په ګډون د سيمې ټول هيوادونه، دلته د يو پرامن نظام په حاکميدو سره د فساد په خاتمه او د جګړو د اور په سړيدو کې خپله ارامي او هوسايي ويني، بايد اسلامي امارت په ټول توان سره هڅه وکړي او د ناټو غړو هيوادونو ته قناعت ورکړي چې د امريکا لپاره يې ډېرې هڅې وکړې، خو د ګټې په ځای يې هم موږ ته هر اړخيز زيان واړاوه او هم يې د دوی پوزه په خاورو وموږله، نور يې وخت دی چې ووايي: ښه هڅه مو وکړه، اوس مو کور ته د تلو وخت دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button