نوروز لمانځل او له خور سره نکاح کول دواړه دمجوسیانو رواج وو

لیکوال؛فضل الرحمن اغا
له ډېرې مودې ګورم چې د نوروز په لمانځلو شخړه روانه ده يؤ لورې یې رسم او روج بولي بل لورې یې حرام .
که څه هم د نوي کال سره سپرلې هم راشي طبعي خبره ده خلک روحاني خوشحالتیا محسوسوي یاده ولري اسلام له هغې خوښيو څوک نه منعه کوي،خو یوازی دغه یوې ورځې ته د اختر په څیر خوشحالۍ ورکول یو نا روا عمل دی، ځکه اخترونه معلوم دي.
داچې په ټولنيزو شبکو کې بعضو سیکولرانو د عام مسلمانانو په غوږ کې ورکړي دي چې نوروز لمانځل حرام نه دي او نوروز زموږ پخوانی رسم و رواج دې دغه خبره سل په سله ناسمه ده، نوروز مذهبا مجوسي او ملکا ايراني، او لیکدود کې فارسي کلیمه ده .
خو بعضي عقیدوي مسلمانان وروڼه یې لمانځل حرام بولي دهغه تر څنګ نورو ته هم وائي چې حرام ده مقابل لوري مسلمان یې خپل تاريخي رسم او رواج بولي او د نورو چې وائې حرام دې دا څرګندونو ته هم سپکې سپورې وایي
تاسو خو نوروز ولمانځئ دا رسم او رواج مو پر ځای کړ نه مو ایتوتو ته وکتل نه مو حدیث شریف ته وکتل نو راشئ یؤ بل زوړ دود مو هم پاته دې هغه د خور سره نکاح خو هم پخوانې رسم و رواج دې هغه به کله پر ځای کوي؟؟
موږ خو خپله دا دي خپل د حرمت دلیلونه لرو موږ که ځانته مسلمانان وایو لله الحمد خپل د الله جلّ جلاله او پیغمبر رسول الله صلي الله علیه وسلم امر او نهي ……منو،او پاته سو نوروز هغه دحرمت دلیلونه هم لرو
بسم الله الرحمن الرحیم
وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.[ سورة الحشر19] ژباړه: تاسو مه جوړیږئ په شان دهغو خلګو چی الله پاک یی هیرکړئ دئ نودوی ځانونه هیرکړیدی، دوی هغه خلګ دی چی دالله داطاعت څخه وتلی دی.
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ «مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟». قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «إِنَّ اللهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضحَى وَيَوْمَ الْفِطْر» رواه ابوداود. مرقاة: ج٣، ص٢٩٣، و في مرقاة وهما يوم النيروز ويوم المهرجان.
ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وايي کله چې نبي کریم ﷺ مدینې منوري ته تشریف راوړو، د مدینې خلکو دوه ورځې درلودې (یوه د مهرجان او بله د نوروز) چې په هغې کې به یې لوبې کولې. نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل دا د څه شي لوبې تاسو کوئ؟ د مدینې منورې خلکو ورته وویل مونږ به د جاهلیت په دوران کې په دې دوه ورځو کې لوبې کولې. بیا نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل چې الله ﷻ تاسې ته ددې دوه ؤ ورځو په بدل کې دوه نورې بهترې ورځې درکړې چې یوه د لوی اختر ورځ او بله د کمکي اختر ورځ دی.



