طالبانو ولې پر کابل برېښنا بنده کړه؟

راپورتاژ: الماس خدرخېل —— د بغلان سيمه ييز چارواکي وايي، په دغې ولايت کې د برېښنا د يوې پايې د ويجاړېدو له کبله کابل ته د تاجکستان وارداتي برېښنا بنده شوې ده.
دغه راز يو شمير نورو رسنيو ويلي، چې د طالبانو له لوري په بغلان کې د برېښنا پايه الوځول شوې او نن يې پر کابل برېښنا بنده کړې ده.
د دغې ولايت د برېښنا رياست مسئولينو اريانانيوز ته د برېښنا بندېدل تاييد کړي او ويلي يې دي، چې د تاجکستان وارداتي برېښنا د دشت کيله ګی په سيمه کې د وسله والو له لوري پرې شوې ده.
طالبانو تر دې څو ورځې مخکې په کندوز کې د وارداتي برېښنا يوه پايه په بمونو والوزوله او په يوې خبرپاڼه کې يې وويل، تر هغې يې چې په کندوز او بغلان کې د برېښنا په اړه د دوی غوښتنې ونه منل شي، پر کابل به برېښنا پرې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې يو ځل بيا طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ او په يوې خبرپاڼې کې يې ويلي و که د بغلان ولايت هغو سيمو ته چې د برېښنا د ورکړې ژمنه شوې وه ژر ترژره برېښنا ونه غځول شي نو پر کابل به د برېښنا مزي پرې کړي.
طالبانو ولې پر کابل برېښنا بنده کړه؟
په کندوز کې د برېښنا له پرې کولو يوه ورځ وروسته د (اسلامي امارت د برېښنا ادارې) له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې څوغوښتنې شوې وې او ويلي يې و چې بايد د کابل د برېښنا مسئولين يې په اړه جدي اقدام وکړي، که نه پر کابل به هم برېښنا بنده کړي.
د طالبانو له لوري په نشر شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و، له ډيرې مودې راهيسې په هغو سيمو او کليو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي د امریکايانو او دولتي ځواکونو له لوري سختې بمبارۍ کېږي، ظلمونه روان دي، مدرسې، کلينيکونه، بازارونه، کورونه او د عامو خلکو ميشت ځايونه په نښه کېږي، د تعليم، برېښنا، صحت او نورو خدماتو مخه نيول کېږي غواړي چې د خلکو ژوند له خطر او مشکلاتو سره مخ کړي.
طالبان وايي، دوی د خپلو سيمو د خلکو د ټولو حقونو د ساتلو مسئولیت په غاړه لري او هيچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی تر ولکې لاندې سيمو کې عام خلک وزورول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه برېښنا يې د کندوز او بغلان ولايتونو کې د حکومت له لوري د برېښنا او نورو پروژو د مخنيوي په غبرګون کې قطع کړې او تر هغې به پر کابل برېښنا بنده وي ترڅو يې چې غوښتنې نه وي منل شي زياتوي چې (د خارجي یرغلګرو او کورنیو دښمنانو ټول غټ مرکزونه، نظامي قطعات او استخباراتي ځالې پکې دي).
طالبانو په ياده خبرپاڼه کې ويلي چې په کندوز کې د خلکو غوښتنې په لاندې ډول دي او بايد د کابل د برېښنا مسئولين ورته جدي پاملرنه وکړي ترڅو پر کابل بيرته برېښنا خوشې شي.
۱ــ د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د بريښنا ستونزه باید ژر حل شي، د برق مزي ترميم او برق يې بیرته تقويه کړل شي.
۲ــ د ګل تيپې د ساحې د برق مشکل دې فعلا داسې حل شي چې د تلوکې له سیمې څخه ورته بريښنا ورسول شي.
۳ــ کله که د بريښنا په شبکه کې کوم مشکل رامنځته کیږي، باید په عاجل ډول رسیدګي ورته وشي او ستونزه رفعه شي.
۴ــ څو ورځې وړاندې د مرکز اړوند کنم سیمه کې د برق جریان قطعه شوی، کله چې د برق د جوړیدو لپاره د برق اینجینر واستول شو، د دښمن لخوا په ډزو شهید کړل شو، باید بیا داسې پيښه تکرار نشي.
۵ ــ څو ورځې وړاندې د چهار درې په ولسوالۍ کې د ځينو سیمو څخه بريښنا قطعه شوې، کله چې د سیمو سپين ږیرو د برق د ترمیم غوښتنه کړې وه، د کابل ادارې د مسئولینو لخوا تهدید شوي وو، چې باید بیا داسې څه تکرار نشي.
د بغلان په ولایت کې د خلکو ستونزې:
۱ــ د پلخمري ولسوالۍ د دهنه غوري سیمې برق قطع شوی، باید د خواجه الوان سیمې څخه بیرته بريښنا ورکړل شي.
۲ــ د عمر خیلو اکا خیلو د سیمو د بريښنا رسولو منظوري ورکړل شوي، خو د کار مخه يې نیول شوي باید عاجل اجازه ورکړل شي.
۳ــ د بالادوري مکتب او بي بي آئینه سیمو کې د ټرانسپرمرونو او لینونو ستونزې پيدا شوي، چې باید حل کړل شي.
۴ـــ له هغو سیمو څخه چې ټرانسپرمرونه د ترمیم لپاره وړل شوي، باید ترمیم او بیرته خپلو سیمو ته ورسول شي.
طالبانو د خبرپاڼې په اخره کې ويلي، تر څو چې د عامو خلکو پورتنۍ مشروع غوښتنې ونه منل شي تر هغې به (اسلامي امارت) د خلکو په غوښتنه پر کابل برېښنا بنده وي.



