دافغانانو ټولنه او ملا

نصیب ځدراڼ

په فیسبوک کې د نجیب ننګیال په نوم د یوه لیکوال لیکنه مخې ته راغله د خپل قلم زړه یي د ملا په مخالف کې ښه تش کړی وو. ویلي یي وو: خان چې لمونځ ونکړي نو ملا څه نه ورته وایي او غریب چې لمونځ ونکړي نو ملا د منافق لقب ورکوي. آخر کې یي لیکلي وو چې ملا وایي چې د پیغمبر وارث یم خو کارونه یې د ابو جهل دي.

مختصر دا چې ټولې بدبختۍ یي په ملا ور تپلې وې. چې کومې خبرې حقیقت وي باید سترګې ورباندې پټې نه کړو. لري تګ ته ضرورت نشته خپل وطن به وګورو چې د باروتو تجربه ګاه تر جوړه ده. لکونو کونډې، یتمیان او معیوبین ژوند پکي کوي. او نوره نړۍ سپوږمۍ ته ورسیده له هغې هم مخکې مریخ ته روانه ده او د بمونو د مور تجربې په افغانستان کي کوي.
زموږ د وطن د بدبختو او ناکامیو ستر علتونه څوک دي؟ 

ظاهر شاه څلویښت کاله پاچاهې وکړه. خلک ېي د څارویو غوندي محکوم ساتلي وو آیا ظاهر شاه ملا وو؟

نور محمد تره کي په د سردار محمد داود په مشروع او جائز حکومت کودتا وکړه نسکور یي کړ. سردار داؤد ېي سره د خپلې کورنۍ د ۱۷ کسانو و وژلو. په اسلامپالو یا د دوي په اصطلاح په ملا فکره خلکو ېي پیل وکړ له کورونو، مدرسو، پوهنتونو، بازارو څخه به یي ونیول او تري تم به یې کړل. په زرګونو محصلین او طالبان، قومي مشران او عام خلک ېي په ژوندانه تر تورو خاورو لاندې کړل. آیا تره کی هم ملا وو؟

ببرک کارمل چې یرغلګرو دهري روسانو ته امیلونه ور په غاړه کول او هر کلی یي ورته ویلو بلخوا روسانو د لکونو افغانانو وینې تویې کړلې آیا ببرک کارمل هم ملا وو؟

شاهنواز تڼی هم ملا وو چې سره د نظامي رازونو او طیارو پاکستان ته وتښیدۀ خو نن په عزت سره په کابل کې ژوند کوي؟

نجیب چې کله د خاد مشر شو. د تره کي په قدمونو ېي پل کیښود. په زرګونو افغانان ېي پرته له کومې محکمې او عدالت و وژل، آیا هغه هم ملا وو؟
دوستم چې په دښت لیلې کې ېي زرګونه افغانان په تنده و وژل او زموږ حافظه دومره کمزورې ده چې هیر مو کړ آیا هغه هم ملا وو؟

حامد کرزی چې له ځان نه ېي خړ څادر تاو وو او د CIA عسکرو ته به مخکي مخکي روان وو ټول وطن ېي پرې اشغال کړ آیا هغه هم ملا وو؟

اشرف غني چي د ناټو سره ېي د دايمي تړون وکړ او د شاه شجاع ثاني کردار ېي ادا کړ آیا دی هم هم ملا دی؟

نجیب ننګیال وایي چې ملایان په څلویښت کلدارو فتوي خرڅوي. خو د تش په نوم ملایانو نه په څنګ تیر شوی څوک چي په ډالرو فتوي ګانې خرڅوي. لکه سیاف، لکه خونمیر، لکه ظاهر حقاني او لکه ملا تره خیل. څوک چې د امریکایي پوځي افسرانو سره ناست وي او په تخرګو کې ېي د دوي د اشغال د حقانیت فتوې نیولې وي او هغه افغانان چې د زرګونو کیلومترو لرې نه د راغليو صلیبي یرغلګرو څخه د خپل وطن دفاع کوي هغوی د ډالرو په زور ترهګر، اشرار او ورانکاري ثابتوي. داسي درباري او تش په نوم ملایان چي د ټولو علماء اکرامو رنګ ېي بد کړی هغوی ته په وطن ميئنو ملایانو نوم ورکوي!!
سوال دلته پیدا کیږي چې ریښتونی ملا څوک دی؟ ملا زموږ ټولنې ته څه ورکړي؟ او بدل کې ېي څه ترې اخیستي؟

زموږ د پیدایښت نه ونیسه تر مرګ پوري ملا په هر ډګر کې زموږ سره دی. کوچنی ماشوم چې پیدا شي په غوږ کې اذان ملا ورته کوي. مور پلار ېي که د ښونځي مصارف لري او که نه خو جومات ته ېي د قرآن کریم د زده کړې لپاره خامخا ورلیږي. که ژمی وي که اوړی،باران وي که واوره، ملا پینځه وخته په جومات کې د الله اکبر د غږ سره موږ جومات ته ور بولي. نور د هر چا رخصتې وي خو د ملا رخصتې نشته. اکثر خلک ځانونه د ملا مخالف بولي، خو چې کله ېي کور کي مړی وشي بیا ملا ته ور منډې وهي. او همدا ملا چې دی دښمني کوي، د مړي له غسل نه بیا تر جنازې او دفن کولو پورې ورسره وي. بیا د همدا ملا وي چې د مړي ورثه و د صبر تلقین کوي او تسلۍ ورکوي.

دا د ملایانو مخالف خلک له ملا نه ځکه بیزاره دي چي دوي غواړي اسلام د خپلو خواهشاتو تابع کړي خو ملا ېي په دې لار کې خنډ جوړ شوی. دوي کله د لیلن په مفکوره پسې منډې وهې کله بیا د بش، اوباما او ټرمپ بوټ پاکي شروع کړي او ملا ېي په قلم، بیان او ټوپک له دې غلطې لارې راګرځوي بس همدا خبره ده چې د دوی پرې د ملا صېب سره لانجه ده!!

ریښتونی ملایانو څوک دي؟ ریښتونی ملا خو ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ؤ چې هغه خاينان ېي له وطنه پسي واخیستل چا چې په هره ولسوالۍ کې ځان ته حکومت جوړ کړی، په خلکو ېي ژوند حرام کړی و، اوس هماغه خاینان اکثر په پارلمان، ارګ او وزارتو کې ناست دي او زړه دنده ېي په بل شکل پیل کړې ده.

رښتونی ملا خو ملا داد الله اخوند وو چې هم ېی روسان وټکول هم ېي د امریکایانو ماغزه ور وګرځول پس له شهادته ېي هم امریکایان جسد ته حیران ولاړ وو چې دا څه عجب سړی وو.

ریښتونی ملا مولوي جلال الدین حقاني دی چې روسانو مغرور دوښمن ورته و وایۀ او همدا ملا جلال الدین حقاني ؤ چې د ناټو پر ضد ېي بیا ټوپک راواخېست او د جهاد سنګرونه یې ګرم کړل، څلور ګلالي بچیان ېي شهیدان شول خو نه ېي ضمیر په امتیازاتو خرڅ کړ او نه ېي سر د کفر ډالرو ته ټیټ کړ.

ریښتونی ملا مولوي اختر محمد منصور ؤ چې بدن ېي په باروتو سوی سکور کړ خو ناټو ته ېي سر ښکته نکړ.

رښتونی ملا مولوی نصر الله منصور وو چې روسان ېي په منډه کړل پخپله هم د شهادت لوړې مرتبې ته هسکه غاړه ورغی زوی یې مولوی سیف الرحمن منصور د شاهي کوټ هسکې څوکي او سردرې د کبرجنو صلیبیانو په نجسو وینو خړوبې کړې او بلاخره پخپله هم په شهادت ورسېد.
دا لیست دومره اوږد دی چې په یو کتاب کې نه را ټولیږي. ملا تل د وطن او دین ساتنه کړې ده، خو د ملا دښمنانو خلقیانو، پرچمیانو، کمونستان، ډیموکراتانو د وطن پر سر سودا هم کړي ده او له وطنه تښتیدلي هم دي خو همدا ملا دی چې تل لګیا دی او د دوی کرل شوي ازغي له منځه وړي.

نجیب ننګیاله ملا د نړۍ په اصطلاح تر ټولو لوی خان (ناټو) باندي اورمیږ تاو کړی او رانسکور ېي دی.تاسي دومره فقیران یاست چې یوه جمله د هغې ناټو په ضد نشي لیکلی د چا عسکر چې ملا په رمباړو کړي دي.
ځکه خو په ویاړ سره وایو چې:

ملا د حق لارې مجاهد دی.

ملا زموږ رهبر دی.

ملا زموږ معنوي پلار دي.

الله تعالی دې زموږ ټولنه “له ملا او د ملا له شفقت” څخه نه محروموي. اللهم آمین

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button