(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۶) د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي، په هېواد کې روانه جګړه بهرنيان د خپلو ګټو لپاره کوي، د جګړې ختمول او د سولې راوستل هم بهرنيانو پورې اړه لري ځکه په خبره يې واک يې هم له بهرنيانو سره دی.
د ولسي جرګې غړو په ننۍ غونډه کې وويل، په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو نه ده او پای ته رسول يې هم د افغانانو په لاس کې نه دي.
د جرګې غړي وايي، افغانستان کې له تېرو پنځلس کلونو راهيسې د سترو قدرتونو جګړه روانه ده او که دوی وغواړي نو دغه جګړه د سولې له لارې حل کولای شي.
د دوی په خبره، که امريکا او نور بهرني قدرتونه په رښتيا وغواړي چې په هېواد کې سوله راشي نو دوی يې کولی شي خو زياتوي بهرنيان په افغان جګړه کې خپلې ګټې لټوي غواړي چې افغان حکومت د سولې په تشو غونډو او خبرو بوخت وساتي او په هېواد کې روانه شخړه لا پسې اوږده کړي.
د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې طالبانو هم په خپلو تېرو اعلاميو او خبرپاڼو کې ويلي، چې افغانستان کې جګړه بهرنيانو پيل کړې او د جګړې ختمولو اصلی لوری يې هم بهرنيان دي نه هغه څوک چې د بهرنيانو له لوري په افغانستان کې واکمن شوي دي.














