آلماني فعالان: افغانستان ته د نورو ځواکونو لیږل ستره اشتباه ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۶ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې د جرمني چارواکو په افغانستان کې خپل ماموریت د ۲۰۱۹ تر پایه تمدید کړ او تر څنګ یې په دې هیواد له ۹۸۰ څخه تر ۱۳۰۰ پورې د عسکرو د زیاتوالي خبر ورکړ، په ټولنیزو رسنیو کې یې د دې هیواد د مشرانو پرضد سخت غبرګونونه راپارولي.
د دې هیواد ددفاع وزیرې«اورزولا فون دیرلاین» افغانستان ته په وروستي سفر کې ویلي چې ؛ د افغانستان امنیت ورځ تربلې په خرابیدو ده نو ځکه دوی هڅه کوي دحالت دقابو کولو په خاطر په دې هیواد کې خپل ځواک نور هم پیاوړی کړي.

د تسنیم خبري شبکې د خبر تر مخه؛ په ټولنیزو رسنیو کې د دې هیواد اتباعو په دې اقدام سختې نیوکې کړې او هغه یې په یو هیواد د تیري په معنا بللی.

د دې هیواد دهامبورګ ښار اوسیدونکی «پیتر کیندل» لیکي ؛ د سرتیرو زیاتول د جګړو د “نا پایه ناول“ معنا لري ځکه جګړې سوله نه راولي.
د برلین یو فعال په خپل ټویټ کې ویلي؛ هغه څه چې په ۱۶ کلونو کې ترلاسه نه شول په ۴ کلونو کې یې هم نه شو ترلاسه کولی.

«ویلیام ای باروس» په نامه یو الماني لیکلي؛ چې په افغانستان کې د الماني ځواکونو زیاتوالی لویه اشتباه ده.
نوموړي الماني دولت ته په خطاب کې لیکي (تاسو د امریکا د مستعمره دولت په څیر تګ کوئ)

یوه بل آلمانی ژورنالیست بیا لیکلي ؛ د بهرنیو پوځیانو زیاتول په افغانستان کې جګړو ته لمن وهل دي، د ده په وینا که المان په رښتیا هم غواړي چې دا وضعیت تغیر وکړي باید د امریکایانو او طالبانو مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button