(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۶) د څارنوالۍ مسئولين وايي، چې د دايکندي ولايت د ټاکنو کمېسيون رئيس د جنسي تيري په تور نيول شوی دی.
د دغې ولايت د جرمونو د څېړنې څارنوال شيرحسین سحر رسنيو ته ويلي، د ټاکنو د کمېسيون پر رئيس قاسم قسيم باندې له خپلې دندې د ناوړه ګټې اخيستنې، د جنسي تيري او د وسلو د قاچاق تور دی.
نوموړی وايي، د ټاکنو کمېسيون رئيس پنځه ورځې مخکې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی، دوسيه يې څارنوالۍ ته استول شوې، په اړه يې څېړنې پيل شوي او دی په خپله د دايکندي په محبس کې بندي دی.
څه موده مخکې هم د دایکندي ولايت د ګيزاب ولسوالۍ سيدان سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو له لوري پر يوې وړې نجلۍ جنسي تيری شوی و او وروسته يې وژلې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کندوز ولايت له دشت ارچي ولسوالۍ څخه امنيتي مسئولينو راپور ورکړ، چې سيمه ييزو اربکيانو د خپلو نورو ملګرو پر کور چاپه اچولې، د هغوی پر ښځو يې د نورو پوليسو سره په ګډه جنسي تيری کړی او د کور قيمتي شيان يې هم له ځان سره وړي دي.
په هېواد کې په وروستيو کې د جنسي زورونې پېښې له دې کبله زياتې شوي چې د خلکو په وينا مجرمين او ددغه ډول پېښو عاملينو ته سزا نه ورکول کېږي او د محکمو له لوري د پيسو په بدل کې خوشې کېږي.















