کابل ته وارداتي برېښنا په موقتي ډول ونښلول شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۶) د افغانستان د برېښنا رياست مسئولين وايي، په بغلان ولايت کې د طالبانو له لوري پرې شوې برېښنا يې په موقتي ډول بيرته وصل کړې ده.
د برېښنا رياست په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي، نن سهار سيمې ته د برېښنا کارکوونکي او امنیتي پرسونل رسېدلی او په موقتي توګه يې د برېښنا مزي نښلولي دي.
برېښنا شرکت وايي، اوس مهال کابل ته برېښنا ورکړل شوې او وروسته به ويجاړه شوې پايه په اساسي توګه ورغول شي.
د يادونې ده، چې تېره شپه د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په دشت کيله ګي سيمه کې له تاجکستان څخه کابل ته واردېدونکې برېښنا پايې والوزول شوې او پر کابل يې برېښنا بنده کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې طالبانو په يوې خبرپاڼه کې ويلي و که مسئولين د بغلان او کندوز لپاره ژمنه شوې عام المنفعه پروژې او دغې ولايتونو د برېښنا ستونزه هواره نه کړي نو پر کابل به هم برېښنا بنده کړي.



