فراه: په فراه رود کې بمبارۍ او بالابلوک کې چاپې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۷ فرید افغان)
له فراه ولایت څخه خبرونه وایي چې د دې ولایت په څو ولسوالیو کې افغان او امریکایي ځواکونو ګډچاڼیز عملیات ترسره کړي چې ولسي خلکو ته یې د سر دروند زیان اړولی.
د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمدرادمنش رسنیو ته ویلي چې په بالابلوک، خاک سفید او نورو ولسوالیو کې یې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې .
بل پلو خپلواک زورنالیست عبدالرحمان ژوندي پر خپله فسبوک پاڼه خبر ورکړی چې د فراه په فراه رود ولسوالۍ د چکاو په سیمه کې د حافظانو په فراغت غونډه هوایي برید شوی چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
نوموړی ویلي په دې برید کې ۳ کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
ژوندۍ وایي “ علماء دنیمروزمرکز کې برحاله استادان وه اوهیڅ نوعه ارتباط یې د دولت د مخالفینو سره نه درلودی“
په یو بل خبر کې راغلي چې ګډو ځواکونو د دې ولایت د خاک سفید ولسوالۍ اړوند د مالیخان په سیمه کې ۲ تنه ولسي وګړي وژلي او دوه نور ټپیان دي.
خبر زیاتوي ګډوځواکونو په دې چاپه کې ۲۵ کلیوال له ځانه د بندیانو په توګه وړي.
طالبانو دا پیښه د ولسي خلکو پرضد یو جنایت بللی دی.
دا پیښې داسې مهال تر سره کیږي چې د ملي یووالي حکومت په دې وروستیو یوځل بیا ژمنه تازه کړې چې ځواکونه به یې د ولسي خلکو سر او مال ته زیان نه رسوي.



