د روسيې بهرنيو چارو وزارت: د افغانستان پر نيمه خاوره طالبان واکمن دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۷) د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې د افغانستان په نيمه خاوره طالبان واکمن دي.
لاوروف زياته کړه، د افغانستان شخړه له پوځي لارې نه شي هوارېدی بلکې يواځې د طالبانو او دولت تر منځ د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کېدلی شي.
د هغه په خبره، که څه هم په افغانستان کې امنيتي وضعيت پر مخ خرابېدو روان دی چې اصلي لامل يې طالبان او داعش وسله واله ډله ده خو زياتوي په دغې هېواد کې د پوځي زور له لارې جګړه نه شي ختمېدلی.
د لاوروف په وينا، اوس مهال د افغانستان پر نيمه خاوره د طالبانو حاکميت دی او په ډيری برخو کې خپل جګړييز فعاليتونه پر مخ وړي.
په دغې غونډې کې چې د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې جوړه شوې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو سربيره د شلو هېوادونو استازو ګډون کړی دی.



