سیګار: امریکا په افغان پوځ د لګول شویو ۳ زره میلیون ډالرو معلومات نه لري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۷ فرید افغان)

د سیګار په یوه نوي خپاره شوي راپور کې راغلي چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د مصرف شویو ۳،۱ میلیارد ډالرو په اړه معلومات نه لري.
سیګار ویلي افغان پوځ ته په دې پیسو ۹۵ زره موټر اخیستل شوي، د هغوی تیل او نور اکمالات یې ترسره شوي چې اوس نه د موټرو دقیق حساب معلوم دی او نه د نورو ضروریاتو یې.

د امنیت د انتقال مشترکه قوماندانۍ STC-A تائیدوي چې څه د پاسه ۳ زره میلیون ډالر یې له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۷ پورې په افغان ځواکونو لګولي چې اوس یې دقیق حساب ورک ده.
سیګار ویلي؛ د پیسو د دقیق حساب نه شتون داښیي چې له یادو پیسو څخه په پراخه پیمانه سوء استفاده شوې.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم سیګار ویلي و چې شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالر چې مشترکې قوماندانۍ افغان پوځ ته ورکړي و، ورک دي او حساب یې نه دی معلوم.
په افغان پوځ سربیره په امریکایي چارواکو پراخ فساد ددې لامل شوی چې په نړیواله کچه د افغانستان اهمیت ته زیان ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button