د اروزګان والي: د طالبانو محکمې د عدل مرکزونه دي خو قضایي ارګانونه یې د پولیسو له کړنوسرټکوي

د دې ولایت د استیناف څارنوال میرویس وویل؛ "په ترینکوټ ښار کې پولیس له هټۍوالو خوراکي او غیر خوراکي توکي واخلي، خو پيسې نه‌ورکوي“

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۸ فرید افغان)

د اروزګان والي وایي، په دې ولایت کې د طالبانو له محاکمو خلک خوښ دي او او له همدې امله د دولت قضایي ارګانونو ته هیڅ مراجعه نه کوي.
والي محمد شفیق اسدالله سعید وویل؛ خلک مجبور دي چې طالبانو ته ورشي ځکه چې د ده په خبره په دولتي ارګانونو کې یې په میاشتو او کلونو دوسیه نه حل کیږي.
نوموړي وویل“ په دولتي ادارو کې قضيې پر وخت نه‌څېړل کېږي او خلک ترې راضي نه‌دي“

سعید زیاته کړه؛ د دې ولایت په هیڅ یوه ولسوالۍ کې قاضي او څارنوال شتون نه لري چې له امله یې کارونه له ستونزو سره مخ دي.
خو د دې ولایت قضایي ارګانونه بیا د دې ستونزې اصلي عامل حکومت بولي چې په خبره یې دولت د دوی د امنیت په خوندیتابه کې پاتې راغلی.
د دې ولایت د استېناف محکمې رئیس فهیم‌الله نیازی وایي چې قضایي ارګانونه له ویرې مجرمینو ته سزا نه شي اورولی ځکه چې د ده په خبره بیا یې ژوند په خطر کې لویږي.
د قضایي ارګانونو چارواکو پر دولتي ځواکونو تور ولګاوو چې بیګناه خلک په غیر قانوني توګه نیسي ، ځوروي یې آن دوسیې ورته جوړوي او د هټیو له خاوندانو په زور خوراکي او نور توکي وړي.
د دې ولایت د استیناف څارنوال میرویس وویل؛
“په ترینکوټ ښار کې پولیس له هټۍوالو خوراکي او غیر خوراکي توکي واخلي، خو پيسې نه‌ورکوي“
بل پلو د دې ولایت امنیتي مسؤلین هم یاده ستونزه مني خو وایي چې ویریږي که دپولیسو پرضد اقدام وکړي د زورواکانو له خوا یې ژوند په خطر کې ده.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ جنايي مدیر محمد نسیم وردګ وایي؛ په ښار کې د امنیتي ځواکونو د جنایي کړنو مخه نه‌شم نیولی ځکه زورواکي يې ملاتړ کوي او که زه لاس وروړم دوهمه ورځ ما هم وژني
نوموړي وویل؛ تېره ورځ مې یو مجرم ونیو، راته ۱۰۰ زره اخطارونه راکړل شول.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې والي اسدالله سعید هم د دې ولایت امنیتي مسؤلین غله او بې کفایته بللي و .

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت تل ویلي چې امنیتي ځواکونو ته د خپلسریو او جنایي کړنو اجازه نه ورکوي او پر ضد به یې اقدام کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button