اپل شرکت خپل نوی جوړ شوی ځیرک موبایل وړاندې کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۸) د ځیرکو موبایلونو مشهورې کمپنۍ اپل خپل نوی موبابل د امریکا په شیکاگو کې نندارې ته وړاندې کړ، چې د تېر په پرتله یې په نوي ماډل کې ځینې زیاتونې هم کړي دي.

اپل نوي موبایل بیه ۳۲۹ امریکايي ډالر ټاکل شوې، چې د ښوونځیو زده کوونکو له پاره ځانگړی شوی دی.

د اپل کمپنۍ وايي، په نوي ویرژن کې یې د مک کمپیوټرونو او د ایپډ برخې ځای پر ځای کړي، چې د ژبې زده کړه، هنري توکي او نور شیان پکې ورزیات شوي دي.

د اپل نوی سکرین۹.۷ انچه دی، چې د پینسل په وسیله کار کوي او کامره یې هم ۸ میگا پیکلسه پکې ځای پر ځای شوې ده.

د اپل په نوي بڼه کې هغه پوستکالي هم کار کوي، چې له دې وړاندې یې په کې کار نه کوو.

اوس‌مهال اپل، سمسونگ، هواوي، مټرولا، نوکیا او یو شمېر نورې کمپنۍ په دې هڅه کې دي، چې څنگه نوي موبایلونه جوړ او خپل مینه وال خوښ وساتي.

تېر کال اپل او سمسونگ په خپلو نویو ویرژنونو کې د ځینو تېروتنو له امله میلیونونه ډالر زیان وکړ، چې ځینې یې له بازاره بېرته ټول هم کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button