طالب مشرتابه دې هم خپل پلان اماده کړي

اشرف غني او ډبل عبدالله دې هم بې غوري نه کوي

آصف الله آصفي

تیره  ورځ د امریکا ولسشمر ټرمپ په ناببره توګه یوې غونډې ته په وینا کې له سوریې څخه د خپلو بشپړ ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، او لامل یې دا په ګوته کړ چې امریکا په دغه هیواد کې تریلیونونه ډالر لګښت کړی، او په افسوس سره یې زیاته کړه چې که دغه پیسې یې پر خپل هیواد لګولی وای نو هیواد به یې څومره پرمختګ کړی وای، او خپل لاسونه یې هم ومروړل چې د سوریې د تیلو یوه چینه یې هم په خپل واک کې ونه نیوله چې د دغو لګښتونو جبران یې کړی وی.

خو دا چې اوبه له ورخه تیرې دی او بیرته نه جاروځي، نو مبصرین اوس په ټینګه په دې عقیده دي چې که ولسمشر ټرمپ د سوریې پر جګړه سخت پښیمانه شوی سره له دی چې دغه هیواد د تیلو له چینو غني دی نو په سپیره افغانستان کې به څومره پښیمانه وي، نو ځکه هغه ورځ لرې نه ده چې همدغه ډول په ناببره توګه د افغانستان څخه هم د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړي، و یومئذ یفرح المؤمنون بنصر الله.

دا له امکانه لرې مه ګڼئ او مه یې لرې ګڼئ، وخت ډیر په تیزئ سره پر مخ درومي، او د امریکا خساره او تاوان له پولې تیر شوی، دا خو هغه څه وو چې د ټرمپ له خولې ووتل او دا چې په حقیقت تکې به امریکا څومره په زیان کې وي، هغه اسرار او رازونه دي چې هیڅکله یې امریکا ښکاره کول نه غواړي.

دا چې امریکا په غیر مترقبه ډول له سوریې څخه پښې سپکوي او په تعقیب یې له افغانستان څخه هم پښې سپکوي، نو باید طالب مشرتابه د افغانستان د کنټرولو په موخه منظم پلان اماده کړي، او داسې نشي لکه د پخوانیو مجاهدینو پر مهال چې د هیواد په ګوټ ګوټ بیل بیل قومندانان او بیل بیل ګوندونه حاکم شول، او ملوک الطوائفي حکومته پکی رامینځته شول چې د پایلې ترخه یې ټولو افغانانو وڅښل.

د اشرف غني ټیم او د عبدالله ټلواله دې هم د هیواد څخه د تيښتې او پښو سپکولو څخه نه بې غوره کیږي، ځکه چې د پخوانیو کمونستانو په څیر په هیواد کې بند پاتې نشي، او په چوکونو کې د طالبانو له لوري ونه ځړول شي.

ټول افغانان باید د امریکا غیر مترقبه تيښتې ته ویښ او بیدار وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button