پرلت که پروت ؟

جمشید کندهاری
له تیري یوې اونی څخه د هلمند په سرښار لښکر ګاه کي د همدې ولایت په اصطلاح مدني فعالانو، او بشري حقوق پالانو خیمه وهلي له داسي شعار لاندي چي طالبه سوله به کوې.
شعار یې دسیسه افشاء کوي، په داسي حال کي چي د جګړې اصلی لوری معلوم اشغال دی، خو بیا هم له طالبه غواړي چي جګړه بس کړي، چي نه تنها د پرلت مشروعیت سلبوي، بلکه د سولي پر هڅو باندي خورا منفي اثر هم کوي.
او اثر به نو ولي ونکړي! خوار طالب، مظلوم طالب، مغلوب طالب، وژل شوی، بندي شوی، او زخمي شوی طالب خو د دوی شعار افاده کوي چي جګړه طالب شروع کړي، تعرض طالب شروع کړی، هیواد طالب اشغال کړی بیا نو پړ هم طالب دی، او د مقاومت حق هم نه لري.
سره له دې چي د طالبانو ویاند د دغو ناستو خلګو پر بې پریتوب، مینځګړیتوب او بې طرفی باوري نه وو، او معلومات یې لاره چي د پرلت خیټه کي ګړبړ دی خو بیا یې هم ویاند معقول ځواب ورکړی وو، او په ډیره جدي توګه یې د دوی په اړه خپل شک هم څرګند کړی وو، دا دا څرګندوي چي طالبان د سولي لپاره درواغجن چانس هم له لاسه نه ورکوي.
اوس سوال دا دی چي دغه خلګ په کوم هدف او د چا لخوا دغه کار ته مأمور شویدي، دا معجون له چا چا جوړ دی؟ او پرلت یې مشروعیت لري او که یا؟
لکه وړاندي مو چي اویل دا پرلت د جګړې پر خلاف نه دی، بلکه یو راز جګړه ده چي په پیل یې د سولي پر رښتنیو هڅو هم شک ته زمینه برابره کړل، دا کار دا افاده کوي چي جګړه نور هم هر اړخیزه شوې، او د ختمولو ارادي یې ختمي شویدي.
دافغانانو له ځوریدلي حالت څخه سوء استفاده ده دا، دا له اوښکو سره غدر دی، په لوی لاس دا خلګ جګړه کي شدت، او د سولي پر برابر دقت او جدیت رامینځته کوي.
طالبانو دوی ته یوه ډیره معقوله لار ور وښودل چي لاړشئ د هغو لمن ونیسئ چا چي جګړه تپلي وي، امریکایانو ته کښینئ چي له طالبانو سره جوړ جاړی وکړي، اشغال ختم کړي، د مدارسو بمبارولو ته د پای ټکی کښیږدي، چاپې ختمي کړي او…. جنایات کانټرول کړي خو نا! دوی په غوږونو کي پمبه ورکړیده یوه خوا نه کوي، بس ناست دي او لا غواړي نورو ولایتونو ته یې سرایت ورکړي.
او ولي به نه کښیني دغه خلګو چي د زړه په دوک د جیب خرچه نشوای برابرولای، د شهرت لپاره یې ځانونه وشرمول خو مشهور نشول او د مدني فعالانو په نوم له امریکا او د ډیموکراټیک حکومت څخه د امتیاز ترلاسه کولو لپاره کومه طرحه په کار وا نه چول خو اهداف ترلاسه نشول، اوس چي د سولې نغارې ډنګیږي دوی حتما باید دا سورنا هم وغږوي، چي مفت خواړه وي، مفته تنخوا، د نړی مطبوعاتو ورباندي شخوند شروع کړی وي، د تمثیل او سیلفي زمینه سازه وي، نو بیا ولي نه ادامه ورنکړي؟!
دا خلګ طالبان له جائز مقاومت، له جهادو او د تیري پر وړاندي غفلت ته رابولي، دوی طالبان اصلا ځان وژني ته رابولي، مونږ دوی ته چیلنج ورکوو چي که رښتیا هم پخپله ادعاء کي رښتوني وي نو بې طرفي دي وساتي، له عقله دي کار واخلي، که په صادقانه ډول سوله غواړي لطفا دي د سولي په نوم دسیسي نه پلي کوي.
مونږ له طالبانو څخه د دوی پر مخ خپل ملاتړ اعلانوو، او سپارښتنه ورته کوو چي دسیسو ته دي مثبت جواب نه ورکوي، او نه دي د دوی له منطقو ډاریږي، د هیواد هیڅ ذي العقل او شعوري وګړی به تیر نه باسي، دا د اشغال د زنکدن اخري سلګکی دي نور یې نو ساه په ختو ده.
دا نن د په بدخشان کي دیرش کورونه ویجاړ شول در دیرشو پوري عام وګړي یې شهیدان کړل ایا څوک شته چي د ژوند خواست یې وغواړي؟ تیره ورځ فراه د قتل عام شاهده وه، طیارو پر علماؤ او تنکیو حافظانو باندي بمباري وکړل، کندهار کي د ورځی پنځه یا لس تنه شهیدان کیږي، ورک شي شکنجه شي او قتل شي، په ریګونو کي پیدا شي.
ایا له دغو خلګو څخه د طالبانو دفاع مشروعه، حقه، او جائزه نه ده؟ یا طالبان دغه مستضعف اولس هیر کړي او اشغال ته ستاسو په مشوره د سولي په نامه تسلیم شي؟
سمه ده نو ستاسو پرلتیانو په خوله به امریکا څومره وکړي؟ تاسو خو د هغوی پیادیان یاست، که مونږ اوربند اعلان کړو د کوم تعهد د ساتلو ژمنه تضمینولای شۍ؟ تاسو مونږ د امریکا د ژمنتوب، او خپلي غلامی امتحان ته مه بولی، مونږ له دې حالت سره دا اولس کاله کیږي ډغري وهو، بلخوا د امریکا تاریخ زمونږ مخ ته پروت دی.



