سولې ته تږی ولس د بهرنيو غونډو په سراب نه خړوبيږي

تميم توفيق
شک نشته چې افغان ولس د سولې او ارامۍ تږی دی، له همدغه ځايه ده چې د کابل ادارې د چارواکو په هره بهرنۍ څو اړخيزه غونډه پورې يې اميدونه تړلي وي او د مثمرې پايلې په تمه يې وي، خو متأسفانه چې د کابل ادارې چارواکي تر اوسه پورې په دې هڅه کې دي چې له سينده يې تږي تير کړي.
له کله نه چې کابل ادارې د سولې عالي شورا په نوم نام نهاده اداره فعاله کړې او په هيواد کې د روان بحران پای ته رسولو تيرايستونکو شعارونو باندې يې پيل کړی، له هماغې تر نن ورځې پورې زمونږ خپل ازاد شناندان او د سياسي چارو بهرني خپلواک ماهرين په دې باور دي چې تر څو امريکا په افغانستان کې خپل حضور پای ته ونه رسوي، تر هغو په دې هيواد کې د جګړو خاتمه ناشونې ده.
موږ په تيرو کلونو کې په کابل سربيره د نورو ډيرو هيوادونو په پلازمينو کې د روانو بدمرغيو پای ته رسولو په اړه خورا ډيرې غونډې وليدلې، کله درې اړخيزې او څلور اړخيزې، کله د ملي امنيت د مشرانو/سلاکارانو، کله د دولتونو د اجرائيه قوو د رئيسانو، کله د کورنيو يا بهرنيو وزارتونو د سيالانو غونډې ترسره شوې، خو يوې يې هم په نتېجه کې هيوادوالو ته د خير خبر نه دی لرلی.
دغه راز د ګڼو هيوادونو ولسمشران، لومړي وزيران، خارجه وزيران او ګڼو نورو چارواکو د افغانستان دورې وکړې او د کابل ادارې له ولشمسره نيولې بيرته تر ده پورې ګردو لوړپوړو د نورو هيوادونو له سيالانو سره وليدل، مګر يوه يې هم په خپلو خبرو کې په هيواد کې د روان کړکيچ د اصلي لامل اړوند اقلا يوه جمله ونه ويله.
څو ورځې وړاندې د تاشکند غونډې ته هم هيوادوال خوشبينه و او په زړونو کې يې ګوړې ماتولې، چې د دې غونډې په پای کې به يو ښه زيری واورو، خو له بده مرغه دا هم د نورو هغو په څير يوازې د هواګزول و چې انجام شول، نور يې له پخوانو کليشيي موضوعاتو پرته هيڅ نوی اړخ نه درلود.
د دې غونډې په بهير کې د افغانستان په بحران خبرې وشوې، مګر يوازې دا چې بايد پای ته ورسيږي او افغانان بايد د مرګونو له اژدها وژغورل شي، په غونډه کې هيڅ چا هم د اساسي مسئلې، چې د خارجيانو نظامي حضور دی، يادونه ونه کړه، هيڅ کورني يا بهرني چارواکي د غونډې کډونوال دې بحث ته راونه بلل چې د جګړې يو اړخ امريکا او ناټو ده، راځئ! چې له دې زاويې د افغانانو د بدمرغيو په خاتمه د نظرونو تبادله وکړو.
واقعيت دا دی چې د کابل ادارې چارواکي، که افغانان مري او که پاتېږي، د امريکا نظامي شتون حتمي بولي او د هيواد په زمکه او فضا د امريکا د بشپړ واک او کامل اختيار غوښتونکي دي، او دا هم حقيقت دی چې د تاشکند د غونډې په ګډونوالو کې يو هم دومره نر نه و چې د دې پيشو غاړې ته ګړنجونی واچوي.
موږ په کراتو مشاهده کړې، چې دغسې غونډې يوازې د افغانانو د سولې تنده په سراب باندې د خړوبولو يوه هڅه وي، نور يې نه سيمه ييزو هيوادونو ته ګټه رسيږي او نه هم پخپله افغانانو ته د نيکمرغۍ ارمغان له ځان سره لري. دا منو چې له ۱۷ کلونو راهيسې په ورته غونډو کې له کابل ادارې سره د مرستو اعلانونه کيږي، مګر دا مرستې نه د وطن په ښمر راغلې او نه هم د هيوادوالو د کوم درد دوا شوې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button