په هلمند کې د سولې د خوځښت لار مکې ته نه ده تللې

په هلمند کې د سولې ولسي خوځښت فعالان په يوه خيمه کې راټول شوي دي او د هغوی د غوښتنې سره سم ېې حکومت او طالبانو دوه ورځې اوربند ونه مانه اوس ېې پريکړه کړې ده چې په خيمه کې به ترهغې د ډودۍ نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړي څو ېې غوښتنه نه وي منل شوي.
افغان ولس تر هرڅه سولې ته تږى ناست دى که د سولې اذان پرې وشو د څلورو لسيزو نيولې روژه به پرې ماته کړي، د افغان ولس د ژوند ټولې لارې جګړې وربندې کړي دي که ېې همدا د جګړې له امله بندې لارې په سوله خلاصې شي دالله په دربارکې به په ډېره خوښۍ د شکرانې لمونځونه ادا کړي.
د سولې د خوځښت غوښتنه ډيره معقوله ده دوه ورځې اوربند په دوه اوونيو او دوه مياشتې او بلاخره په عمري اوربند تماميداى شي خو دغه غوښتنه نه له طالبه او نه له افغان حکومته پکارده، دا شعار چې (طالبه ! نوره به سوله کوې) هم وړشعار نه دى او نه بايد په هلمند کې د غوښتې، اوربند او د ډوډۍ د نه خوړولو اعتصاب خيمه ولګول شې.
بايد په امریکا کې د سولې ولسي خوځښت په نامه ميشت افغانان راپورته شوي واى او د سپينې ماڼۍ مخې ته ېې خيمه لګولای وای، دامريکا له چارواکو ېې غوښتي وای چې نور په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوئ، نور په يوه او بل نامه افغانان مه وژنئ ، په خيمه کې به ېې د ډوډې نه خوړلو اعتصاب ته ترهغه وخته دوام ورکولای ترڅو امريکا خپل پوځونه له افغانستانه ویستلي نه واى.
تر ټولو لومړى پايد د سولې ولسي خوځښت خپل شعار داصلي هدف پر بنسټ پورته کړي، دوی په خپل شعار کې له طالبه غوښتې چې سوله به کوي، سوله د طالب او افغان حکومت په واک کې نه ده او نه ېې کولای شي، په افغانستان کې جګړه امريکا پېل کړې او امريکا د سولې واک لري.
پرافغان ولس چې له پاسه بمونو اوري طالب به څرنګه سوله وکړي؟ آيا د بمونو په باران کې سوله او اوربند شونى دى؟ طالب له ولسه دفاع کوي څه وخت چې امريکايي پوځونه له افغانستانه ووتل همغه ګړۍ اوربند او سوله ده.
د سولې ولسي خوځښت په ځای ددې چې( طالبه! سوله به کوي) شعار پورته کړي داسې شعار به ېې پورته کړې وای (بهرنيانو! له افغانستانه ووځئ) بيا به په هلمند کې د سولې د خوځښت ځوانانو سره ټول افغان ولس دا شعار بدرګه کړی وای او چې د سپينې ماڼۍ مخې ته په لګول شوې خيمه کې د سولې د خوځښت فعالانو د ډوډۍ نه خوړولو اعتصاب اعلان کړی وای ټول افغانستان ورسره د اعتصاب اعلان کاوه، نړيوالو ته به هم څرګنده شوی وای چې په افغانستان کې امريکا د افغانانو په وژلو جګړه دوامداره ساتې اوله سولې مخ اړوي .
دافغانستان په ١٤ولاياتو کې سختې جګړې روانې دي امريکا پرلهپسې به بمبار کې افغانان وژني کورونه ېې ورکڼدواله کوي او د سولې د خوځښت ياران له افغان حکومته او طالبانو اوربند غواړي؛ طالب د بهرنيو هوايي بوځونو د بمبار په دوام له ولسه دفاع کوي او افغان حکومت د سولې او اوربند واک نه لري سوله به څرنګه وشي؟
د سولې د خوځښت د فعالانو هڅې که له خپله فکره اوله بهره ورکړل شوې پلان نه وي د قدر وړدي څومره چې وستايل شي کمې به وي خو د سولې د خوځښت فعالانو د سولې او اوربند اصلي لوری نه دى پيژندلى .
که د سولې د خوښت فعالان دا شعار چې (بهرنيانو! له افغانستانه ووځئ) پورته کړي ټول افغان ولس ورسره راپورته کيږي اوکه نه د اکومه لار چې د سولې د خوځښت فعالانو نيولې مکې (م) ته نه ده تللې.



