د اسرائيلي عسکرو په ډزو شپاړلس فلسطيني لاريونوال وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۱) د فلسطين په غزه کې اسرائيلي عسکرو پر فلسطيني لاريونوالو ډزې کړي، په ترڅ کې يې شپاړلس فلسطينيان وژل شوي او له پنځلس سوو زيات نور ټپيان شوي دي.

تېره ورځ سهار مهال لسګونه زره فلسطينيانو د اسرائيل (د بېرته ستنېدو) په نوم ستر لاريون پيل کړ ويل کېږي دغه لاريون به شاوخوا يوې نيمې مياشتې پورې دوام وکړي.

فلسطيني رسنۍ وايي، دا ستر لاريون د هغو فلسطينيانو په ياد کې شوی کله چې په ۱۹۷۶ کال کې اسرائيلي عسکرو په غير قانوني توګه د فلسطينيانو ځمکې غصب کړې په ترڅ کې يې شپږ تنه فلسطينيان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د فلسطين د روغتيا وزارت مسئولينو تر دې دمه د شپاړلس فلسطينيانو د وژل کېدو او سلګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی په خبره يې ښايي په لاريون کې د مرګ ژوبلې شمېره له دې هم زياته شي.

فلسطيني لاريونوالو د اسرائيلو پولې ته څېرمه خيمې وهلي او غوښتنه کوي چې له غزې دې کلابندي لرې کړای شي او فلسطينيانو ته دې بېرته هغو سيمو ته د ورستنېدو حق ورکړل شي چې په زوره د اسرائيلي عسکرو له لوري ويستل شوي دي.

د عربي رسنيو د راپورونو پر بنسټ، په لومړيو کې دغه لاريون سوله ييز روان و خو د اسرائيلو تر واک لاندې سيمو ته د داخلېدو پر وخت د اسرائيلي عسکرو له سخت غبرګون سره مخ شو او پر هغوې يې ډزې وکړې او بلواضد ربړي مرمۍ يې پرې استعمال کړې چې وروسته پر تاوتريخوالي بدل شو په ځواب کې يې لاريونوالو هم پر عسکرو د تېلو او تېږو وارونه پيل کړل.

په عين حال کې د حماس ډلې مشر اسمعيل هنيه ګواښ کړی چې د بيت المقدس او فلسطين خاورې څخه به تېر نه شي او فلسطينيانو ته بايد خپلو سيمو ته د ورستنېدو حق ورکړل شي.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د شنبې ورځ د ماتم ورځ بللې او له ملګرو ملتونو امنيت شورا غوښتنه کړی چې د فلسطيني ولس د ژغورنې لپاره دې هڅې وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button