افغانستان چا د اور خوراک ګرځولی؟؟

لیکنه: محمد زبیر هاشمي
دا یو څو ورځي کیږي چې له رسنیو څخه داسي خبرې اورم فلان ځای کې مدني فعالانو یا ولسي وکړي راپورته شوي دي او طالبانو باندې غږ کوي چې راشئ سوله وکړی، پدې کړیدلی هیواد بل اور مړ کړئ.
دغو مدني فعالانو څخه زه یو پوښتنې کوم په حيث دیو افغان؟
ایا طالبان ددې ځاینه امریکا ته تللي که امریکایانو پر افغانستان د اشغال اور بل کړی ده !؟
ایا دا غټ، غټ زرهرجن بمونه پر افغانانو طالبانو وغورځول که امریکایانو !؟
ایا دغه هیواد نا امن طالبانو کړه که امریکایانو!؟
ای سوله غوښتونکیه! ستا دا خوښه ده چې افغانان د امریکایانو د اشغال لاندې غولامې شپې ورځي تیرې کړي او دحکومت واګي مو دهغه چا لاس کې وي چې الله تعالی په دښمنې کې واقع وي، شرابي، کبابي، زاني او وطن ته مو وفادار نه وي!؟
ای ځوانانو! ددې پر ځای چې ستاسو داشغال خونړې مټې ماتې کړی بلعکس ستاسو اشغال ته تقویه ورکوی.
ایا طالبانو دا نه دی خوښه چې خپل کور کې په خوشاله ژوندتیر کړي !؟
ولی نه دا یې خامخا خوښ دي چې ارامه ژوند خپلو بچو سره تیرکړي، خو دوی دا نه دې خوښ چې د ښېلاک چترې لاند افغانان ژوند وکړي، دغې موخې لپاره يې خپل خوږ ژوند تریخ کړی او په غرونو کې مسافرې شپې او ورځي تیروي چې افغانستان داشغال له منګلو وباسي او افغانانو ته ازادۍ وبښي.



