جګړه څوک کوي او ګټه څوک ترلاسه کوي؟

لیکوال: ذاکر الله تلاش

نن مې په یو انټرنټي سایټ کې ولوستل چې ښځو د هلمند ولایت په لښکرګاه کې پرلت کړی، غواړي چې موسی کلا ته لاړې او طالبانو ته د (جنګ بس دی) پلو وغوړوي.
که خبره د نارینتوب، پوهې او حوریت راشي نو تر نورو یې بره ډنګوو، خو که سړی وګوري نو دومره پست خلک یو چې جنګ د پردیو د ګټو د تحقوق په خاطر کوو او سوله هم د اشغالګرو د خوشالولو لپاره پر خپلو ښځو کوو.
که د پرلت ګډونوال په رېښتیا سره د سولې تږي وي، نو دوی دې خپل بې پرېتوب ثابت کړي، هغه دا چې دوی دې په دوو برخو تقسیم شي، یوه ډله دې د (جنګ بس دی) شعار سره د موسی کلا ته طالبانو ته ورشي او بله ډله دې په هلمند کې د امریکایانو د شوراب اډې ته چې لښکرګاه ته تر موسی کلا ډېره نېږې هم ده، هلته دې د تحصن خیمه ودروي، د نه خوړلو اعتصاب دې وکړي، تر هغې دې خپل پرلت وغځوي چې امریکایان مثبت ځواب ورکړي.
په پای کې د پرلت ګډونوالې خورکۍ لاندې بیت ډالۍ کوم
پتمنې خورې اسلامي دین ستا عزت غواړي
د انساني کرامت غله ستا بغاوت غواړي
دا یوه ښکاره خبره ده چې نه طالب د سولې مخالف دی او نه ملت، خو هغه څوک د سولې مخالف دی، چې نن سبا ځانته د نړۍ سوپر طاقت وایي، که موږ طالبانو او یا هم کومې بلې ډلې ته یرغلګر ووایو، نو دا راغلي مېلمانه بیا څوک دي؟
ګورئ زما په اسلام او په سولې مینو خویندو، دا د خلکو په نرمو نرمو خبرو دوکه نه شئ، دا ځکه چې ستاسو عزت، عفت، ابرو د سوال لاندې راځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button