پژواک: د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې پوليسو ته کم عمره ځوانان ګومارل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۱) پژواک خبري اژانس د افغان پوځ په ليکو کې د فساد او په جعلي اسنادو د کم عمره ځوانانو د شاملېدو په اړه په يوه اوږد راپور کې ويلي، د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې يو شیر مافياي کړۍ د امتيازاتو اخيستلو لپاره د پوځ په ليکو کې تنکي ځوانان ګماري.
د پژواک راپور زياتوي، چې دغه کم عمره ځوانان پر جعلي اسنادو ګمارل کېږي او له وژل کېدو وروسته يې امتيازات شخصي جیبونو ته لوېږي.
راپور کې د کونړ ولايت د يوه کم عمره اوسېدونکي بلوڅ په اړه څېړنه شوې چې نوموړی له خپلې کورنۍ پټ د پوليسو په ليکو کې د دندې اخيستو په موخه د کونړ پوليسو ته مراجعه کوي او د قانوني عمر له پوره کېدو مخکې د يوې ورځې په اوږدو کې د پوليسو په ليکه کې پر دنده ګومارل کېږي او په همدې ورځ په غزني کې د جګړې لومړۍ کرښې ته تر استولو وروسته، په لومړۍ شپه د طالبانو په بريد کې وژل کېږي.
د بلوڅ پلار عرفان الله وايي: ((زه په مسافرۍ کې وم، زوی مې څو ورځې ورک و، بالاخره ما ته احوال راغى، زه چې کله راغلم؛ نو زوى پسې مې ګرځېدل پيل کړل، يوه ورځ دوستانو راته زنګ وکړ چې ستا د زوى جسد د کابل د پوليسو په ٢٠٠ بستر روغتون کې پروت دى.))
د عرفان الله په خبره، په کورنيو چارو وزارت کې داسې مافيايي کړۍ شته چې کم عمره ځوانان بغير له نظامي زده کړو د پوليسو ليکو ته داخلوي، بيا يې د جګړې کرښې ته استوي چې له وژل کېدو وروسته يې معاشونه او امتيازات خپله اخلي.
د بلوڅ پلار وايي، ځوی خو مې شپاړلس کلن و او په اووم ټولګي کې و خو حيران يم چې دومره ماشوم يې څنګه په پوليسو کې شامل کړی دی.
همدارنګه پژواک ته د احمد فهیم په نوم يوه کس خپله کيسه کړې چې په څه ډول پنځلس کليوال ځوانان د پوليسو د يوه افسر له لوري کندهار ته استول شوي، هلته لس ورځې په بند کانتينر کې ساتل شوي، وروسته بيا په پټو سترګو له طالبانو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته لېږل شوي او بيا د روزګان په چنارتو ولسوالۍ کې په جبري توګه د يوې پوستې مسئوليت ورکړل شوی او له پوستې نه د تيښتې پر وخت د پوځي مشرانو له لوري وهل شوي او د مرګ ګواښونه ورته شوي دي.
پژواک ته د سروبي ولسوالۍ يو تن قومي مشر تاييد کړې چې د جګدلک له سيمې پنځلس تنه ځوانان په دوکې سره د جګړې کرښې ته بیول شوي وو.
نوموړی وايي، دغه کسان په کندهار کې د شاهراه له قومندان نورالله سره و راخلاص مو کړل چې ځينې يې سخت وهل شوي و او يو شمير يې په جګړو کې ټپيان شوي هم و.
د افغانستان د مدنې قانون د ٣٩ مادې له مخې د بلوغ يا رشد عمر ١٨ کاله ټاکل شوى دى او له دې عمر مخکې کسان ماشومان ګڼل کيږي.
د کورنيو چارو وزارت د لايحې له مخې، د پوليسو په ليکو کې د ګومارنې لپاره داوطلب کس بايد له دولسم ټولګي فارغ او د کانکور د ازموينې له لارې معرفي شي، داوطلب کس بايد د اوږدې مودې لپاره د پوليسو په ليکو کې د کار کولو لپاره ژمن وي او د هېواد ټول قوانين بايد مراعات کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پوليسو په ليکو کې دغسې کړنې ترسره کېږي بلکې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د بشري حقونو کميسيون او نړيوالو ادارو په پوليسو کې د کم عمره ځوانانو د جذب په اړه راپورونه ورکړي او په دې اړه يې اندېښنې څرګندې کړي دي.


