لیکوال: احمد منصور
د فراه غمجې حادثی په هیواد کی او له هیواده بهر ډېر درد مند مسلمانان غمجن کړل، په هر مجلس کې د فراه فارغان شوي مظلوم حافظان او فاضلان یادېږي او د غم اوښکې پرې تویوي،
وای د کوم مظلوم پلار د کومې مظلومې مور د زړونو ټوټه به وه، د کومې مظلومې خور ورور او د امیدونو غر به وه، د کوم مظلوم ورور ورور به وه؟
دوی به په تمه ول چی زوی یا ورور به مو راځي د فراغت او فضیلت مبارکي به ورکوم، ګلونه به یې په غاړه کې ور اچوم، خو وحشي امریکایانو د مور، پلار، خور او ورور د امیدونو محفلونه ړنګ کړل، د خوښۍ د لمانځلو پر ځای یې د ویر او غم په ټغر کښېنول، د خوښۍ ډکې خندا پر ځا يې، له سترګو د غم اوښکې وبهېدې،
خو زه هغو میندو، پلرونو، خویندو او ورونو ته چې زامن او ورونه يې د خپل فراغت له سند سره، د خپلو پښو پر ځای د نورو خلکو په اوږو په کټ کې پراته ټوټې ټوټې در یوړل شول.
وایم مه خپه کېږئ ! الله ﷻ ته هغوی قبول ول، د فاضلانو علم او د حافظانو د قرآن حفظ، ځکه خو یې هغه مرګ په برخه شو، د کوم مرګ امید او آرمان چې زمونږ خوږ نبي حضرت محمد ﷺ کړی و او فرمایي:
«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوَدِدْتُ أَنِّي أُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ أَحْيَا، ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أَحْيَا، ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أَحْيَا، ثُمَّ أُقْتَلُ » (رواه البخاري. باب تمني الشهادة).
ژباړه: زما دې قسم په هغه ذات وي چې زما روح یې په واک کې دی چې هرومرو خوښوم د الله ﷻ په لاره کې ووژل شم، بیا را ژوندی کړی شم، بیا ووژل شم، بیا را ژوندی کړی شم، بیا ووژل شم بیا راژوندی کړی شم او بیا ووژل شم.
.
مونږ تاسو والدینو ته یې، ورونو خویندو ته یی او د ټولو شهید شوو کورنیو او اقاربو ته یی مبارکي د فراغت او شهادت وایو.
الله ﷻ دې د دوی شهادتونه قبول کړی الله رب العزت دې د دوی د وینو له برکته ګران هیواد او ټولې نړۍ کې اسلامي نظام نافذ کري.
ای د هلمند پرلت وهونکو مدني فعالانو!
تاسو اوس هم د دې هر څه مسؤلین طالبان بولئ؟
تاسو اوس هم له طالبانو سوله کول غواړئ؟
آیا تاسو د فراه له بمبار شوې مدرسې خبر نه شوئ؟
آیا تاسو د فراه د هغه پلار چیغې وا نه ورېدې چې د زوی د فراغت خوشحالۍ یې په غم ور بدله کړه؟
ما ته ښکاري تاسو اوس هم د فیل په غوږ کې ویده یاست، د هیواد د بدبختیو اصلي مسؤلین درڅخه هیر شوي چې امریکایان او مزدوران دي.
اوس ووایئ:
آیا د فراه په مدرسې طالبانو بمباري کړې؟
که رښتیا هم د سولې راوستلو تلوسه لرئ، لاړ شئ هغو خلکو ته چې د سولې مخالفین دي او جګړې اصلي عاملين دي،
هغو خلکو ته پرلت ووهئ:
چا چې د افغانانو هره خوشحالي په غم بدله کړې، چا چې يې تنکي تنکي ګلان ورېژول،
چا چې زمونږ د مقدساتو بې حرمتیانې وکړې، چا چې زمونږ په هیواد یرغل وکړ،
چا چې زمونږ نظام را ونړاوه،
که رښتیا هم سوله غواړئ نو د موسی کلا پر ځای د کابل پر لور لاړ شئ، ځکه هلته د دې ټولو بدختیو عاملین او مسولین ښه تر سترګو کېږي او که عبس وخت تېرېدو ته راغلي یاست، بیا طالبان پرېږدئ ترڅو د دین او هیواد دښمن په زور له هیواده وباسي.


















