افغانستان ته زر نور امريکايي پوځيان راورسېدل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۱) د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګان وايي، چې زر نور تازه دمي امريکايي پوځيان افغانستان ته رسېدلي ترڅو د افغان ځواکونو سره په جګړو، مشورو او د هغوی پوځي کچې په لوړولو کې مرسته وکړي.

پنټاګان ويلي، د دغې ليوا ډیری سرتيري په افغانستان او عراق کې پوځي تجربه لري او اوس مهال په رضاکارانه ډول افغانستان ته لېږل شوي دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان ډګروال سکاټ جاکسن وايي، نوي امریکايي ځواکونه به د افغان ځواکونو د کنډک او لیوا په کچه روزنه ورکوي، هغوی ته سلامشورې او په جګړييزو برخو کې به يې مرستې کوي.

د هغه په خبره، دوی به د ځان خونديتوب ته هم پاملرنه کوي ترڅو د افغان ځواکونو له خوا پرې بريد ترسره نه شي.

د افغانستان او سيمې ستراتيژۍ د اعلان پر مهال امريکايي چارواکو ويلي و چې د افغان جګړې ماموريت لپاره به نور امریکايي او ناټو ځواکونه هم افغانستان ته واستوي.

د راپورونو له مخې، د نويو امریکايي عسکرو په راتګ سره افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر څوارلس نيم زره تنو ته ورسېد، چې ډيری يې په هوايي بريدونو، شپنيو چاپو او په مخامخ جګړو کې له افغان ځواکونو سره ګډه همکاري کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button