کابل ټکی کام ۱۹لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
سوريه کې د بشر حقوقو د څار اداره وايي، سوريايي نظام تېره يوه مياشت کې په بېلا بېلو سيمو کې ۱۰۰۰ بېلري بمونه غورځولي دي، چې د روسيې د هوايي بريدونو له پيله تر دې دمه د دې بمونو شمېر ۳۱۷۳ ته رسېږي.
سره له دې چې يادې ادارې په ټوله دغه بمبارۍ کې د وژل شويو ولسي وګړو شمېر يوازې ۵۱ تنه ښودلی، خو ورځني راپورونه ښيي، چې سوريه کې د دولتي او روسي بمباريو په ترڅ کې نږدې هره ورځ له سلو ډېر ملکي وګړي وژل کېږي.
راپور زياته کړې ده، چې بمبار مکتبونه، روغتونونه او مسجدونه هم په نښه کړي دي، د روسيې الوتکې د سوريې شمال او دولتي الوتکې جنوب لور ته په درعا او د دمشق څنډو کې بمونه وروي.
سرچينه وايي، روسي لوری ورته ټينګار کړی و، چې د سوريې دولت د دوی په غوښتنه د بېلري بمونو ورول بند کړي دي، خو وروستيو دوه مياشتو ثابته کړه، چې د روسيې دعوه ناسمه وه.
پر ټولنيزو شبکو خپرې شوې وېډيوګانې او انځورونه ښيي، چې د سوريې د دولت، روسيې او د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف په بې درېغه بمباريو کې د سوريې نږدې هرې ودانۍ زيان ليدلی او ډېری راپورونو څرګنده کړې ده، چې په دغو بمباريو کې بيا بيا بشپړې کورنۍ له منځه تللې دي، خو ياد ځواکونه ورته د داعش ضد جګړې نوم ورکوي.


















