کابل ټکی کام ۱۹لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د ايران جنوب ختيځ لور ته د يوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ پوليس وژل شوي دي.
«فارس» خبري اژانس ويلي، چاودنې ګڼ نور کسان ټپيان کړي هم دي.
د راپور له مخې پېښه د پاکستان پولې ته نږدې په نېکشهر ښار کې رامنځته شوې ده.
چارواکو د پېښې په اړه جزئيات نه دي ورکړي او نه هم د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه اخيستې ده، خو په ياده سيمه د تېرو نښتو پړه د سنيانو يوې سختدريځې ډلې پر غاړه اخيسته، چې د ايران پر ضد يې جګړه اعلان کړې ده.


















