کابل ټکی کام ۱۹لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
وروستيو څېړنو ښودلې ده، چې د نړۍ په کچه تر ډولو ډېر خپرېدونکی دين اسلام دی.
د «پيو» څېړنيز مرکز څېړنو ښودلې ده، چې د نړۍ د نفوس په پرتله په تر ټولو ډېر سرعت سره زياتېدونکی نفوس مسلمانان دي.
د مسلمانانو په نفوس کې د ډېرښت خبره په داسې حال کې کېږي، چې په اسلامي هېوادو کې په روانو جګړو کې هره ورځ سلګونه مسلمانان وژل کېږي.
راپور ښودلې چې له ۲۰۱۰ز څخه تر ۲۰۱۵ پورې د نړۍ په کچه د مسلمانانو په نفوس کې ۷۳ سلنه زياتوالی راغلی، چې دا تر نورو مذهبونو ډېر زيات دی.
د ۲۰۱۰ز شمېرو په نړۍ کې د مسلمانانو شمېر ۱،۶ مليارد ښودلی و، چې د نړۍ ۲۳ سلنه يې جوړوله.
نصرانيت په اسلام پسې مذهب ښودل شوی، چې نفوس يې په همدې موده کې ۳۵ سلنه زيات شوی دی.
اندونيزيا او هندوستان هغه هېوادونه په ګوته شوي، چېرې چې تر ټولو ډېر مسلمانان ژوند کوي.
سرچينې په دې اړه هم ليکل کړي، چې د افغانستان ۹۹، د عراق ۹۱ او د پاکستان ۸۴ سلنه وګړو ټينګار کړی، چې اسلامي شريعت يې بايد د هېوادونو رسمي قانون وي.


















