(کابل ټکی کام : پنجشنبه، ليندۍ،۱۹مه ۱۳۹۴ ل)
د افغانستان ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل د ګډ حکومت لومړي مشر اشرف غني اسلام اباد ته پر سفر سخت انتقادونه باندې کړی.
نبیل تېره ورځ په خپل رسمي فیس بك پاڼه کې یوه تنده لیکنه کړې، ويلي يې دي چې ولسمشر غني د پاکستان د توپ ۲۱ډزو سخت ډارکړی او تر تاثیرلاندې رغلی او په خپلو څرګندونو کې يې ومنله، چې تر اوسه مو د پاکستان د دښمنانو پرضد ۴٠ عملیاتونه کړي او ډیر ژر به د خپلو د شپیتو کالو دوستانو د زړه د ډاډ لپاره، د ملا فضل الله پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړو!”
او زیاتوي چې د اشرف غني سفر په داسې وخت کې وه، چې هم مهاله د هلمند خانشین ولسوالۍ طالبانو لاس ته ورغله او یوه شپه ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې د طالب جنګیالیو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته وشوه، چې ګڼ شمېر افغان ملي او امنیتي ځواکونوته په کې مرګ ژوبله واوښتله .
نبيل د نواز شریف خبروته په اشارې سره ويلي دي د افغانستان دښمنان د پاکستان د ښمنان دي؛ نو هماغه شېبه د افغانستان دښمنانو غونډه کې حضور درلود.
همدارنګه نبیل په مخکیني حکومت کې هم د ملي امنیت د ریاست مشري پرغاړه درلوده خو داسې ښکاري چې له جمهور رئیس غني سره یې اړیکې سړې وي .
هغه اسلام آباد ته د جمهور رئیس غني د وروستي سفر په ترڅ کې له شویو هوکړو څخه خپله نارضایتي ښودلې او د خپلې لیکنې په پای کې یې لیکلي چې: دا زما ٥٠٠٠ كلن تاريخ څه شو؟ چې د ٦٠ كلن تاريخ په مقابل كې په ګونډو شو!
تر دې دمه د ګډ حکومت کوم چارواکي د ملي امنیت د مشر په څرګندونو کومه تبصره نه ده کړې .
بدرالدين ځواک
















