ويسا: پر هېواد اوسنۍ بدمرغۍ د امنيتي تړون ثمره ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۴) تېره ورځ په کندوز کې د دستاربندې په غونډې د هوايي بريد په ترڅ کې له دوه سوه څخه زياتو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته چې ماشومان، سپين ګيري او د مدرسې څخه نوي فارغېدونکي حافظان او ملايان پکې شامل و.
د دفاع وزارت سرپرست وياند رادمنش وويل، د کندوز په بريد کې شل وسله وال طالبان وژل شوي خو ځايي اوسېدونکي او طالبان وايي وژل شوي خلک ټول عام کسان دي چې د نويو فارغېدونکو د دستاربندۍ لپاره راغلي و.
د ويسا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د کندوز پرونی برید ستر جنايت بللی او دا ستره بدمرغي بولي چې په هېواد حاکم نظام د ولس پر ځای د بهرنيانو لوری نيسي او د هغوی ناوړه کړنې او وحشتونه خپل ځانته منسوبوي زياتوي : (زموږ پوځ ته د يو څو تېر وخته الوتكو او څرخيو سپارل د همدې لپاره وو چې د ټرمپ د لښكرو وحشتونه پرې پټ كړي او دلته يې اردليان پړه په خپله غاړه واخلي).
ويسا، په سياسي ډلو او مدني ټولنو غږ کړی چې د ورته ډول وحشتونو او ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي په خبره يې (د هېواد ملي شورا دواړه مجلسونه كه په دغسې وضعه كې د ولس د مظلوميت غږ اوچت نه كړي او لاس په كار نشي معنا يې دا ده چې دوى هم له حكومت او بهرنيانو سره په دغه ستر ظلم او جفا كې شريك دي).
ويسا ورځپاڼې په هېواد کې د روانې بدمرغۍ وحشتونو او جګړو ستر لامل له امريکا سره د امنيتي تړون امضا ګڼي زياتوي چاچې د دغې تړون ملاتړ کړی او کوي يې د کندوز په ګډون د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د هغو ټولو شهيدانو په وژل کېدو کې شريک دي چې د امريکايي پوځيانو يا ګډو ځواکونو په عملياتو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
ويسا ورياده کړې، چې د دغه ډول بې ګناه وګړو وينې تويول هيڅکله بې کساته نه پاتې کېږي.
تر دې مخکې هم د امریکا او دولتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې د افغان دولت مشران، سياسيون او نړيوالې بشري ادارې يې په اړه چوپ پاتې شوي او يواځې غندنه يا خواخوږي يې هم نه ده ښکاره کړې.



