الله جل جلاله کافر نظام نه ړنگوي؛ خو ظالم، جابر او غاصب نظام له بېخه باسي. د اوسني نظام د ړنگېدو اخري شېبي دي. امریکایان او ورسره افغان گوډاگیان په هېڅ شي صرفه نه کوي. مدرسې، مسجدونه، ښوونځي، روغتونه او د نورو ټولگټو پروژو په ړنگولو یې پیل کړی او د دیني مدرسو په بمبار پسې یې ښه کلکه راخیستې ده.
تېره اوونۍ یې په فراه کې مدرسه بمبار کړه، له دې وړاندې یې د میدان وردگو په ولایت کې یوه مدرسه بمبار کړه، د ننگرهار په شېرزادو او پرون یې په کندوز کې بله مدرسه بمبار کړه او تر ۱۰۰ ډېر طالب العلمان یې شهیدان کړل او له دوو سوو ډېر یې ټپیان کړل.
د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پرون د قران کریم د حافظانو غونډه وه، چې امریکا پر بمبار وکړ او د فراغت غونډې ټول گډونوال یې شهیدان او ټپیان کړل.
د اوسني نظام او د امریکا د زوال شېبې دي. امریکا د خپلې ماتې غچ له هر افغان اخلي. که هغه د اردو اجیر عسکر وي، که دولتي کارکوونکي او که د مدرسو زده کوونکي….
د امریکا د بمبار پر وړاندې افغان حکومت مرگونې چوپتیا غوره کړې. له ټولو بمباریو خبرېږي، د ملکیانو دقیقې شمېرې رسنیزې کوي؛ خو اشرف غني او عبدالله عبدالله دومره ډارن او بزدله دي، چې د خواخوږۍ او غمرازۍ یوه اعلامیه پرې هم نه شي خپرولی.
دغه حالت د مایوسۍ اخري حالت دی. د اشرف غني بدلون او دوام شعار یوازې د ټاکنیزو شعارونو په پوسټرونو کې پاتې شو. بدلون یې د ملي یووالي حکومت او دوام یې د امریکا د بمباریو پر وړاندې مرگونې چوپتیا شوه……
موږ د کائناتو له پیداکوونکي ناهیلي نه یو. موږ اوس هیلهمن یو، چې امریکا به ډېر ژر د پخوانۍ روسیې پر برخلیک اخته کېږي، له افغانستانه به شرمنده ځي او ورسره به یې داخلي گوډاگیان یا وژل کېږي او یا به دوی هم په امریکا کې د سپيانو د مینځلو په فابریکو په کار گومارل کېږي…..
ناهیلي کفر ده. زموږ د میلیونونو شهیدانو وینې به رنگ راوړي، یوه ورځ به موږ حتماً له دې حالته وځو، خپل نظام، خپل چارواکي او یو پرمختللی افغانستان به ولرو، هغه افغانستان چې بهرنیان به پکې یوازې تر سفارت خانو محدود وي او د چاپې او بمبار خیال هم ونه شي کړی….
مجاهدین اوس هم د بریا په حالت کې دي. هره ورځ نوې سیمې نیسي، پوستې، قرارگاوې او هره ورځ زرگونه خلک له طالبانو سره بیعت کوي، له اوسني حکومت نه خواشیني دي او خپلې ټولې هیلې یې د الله جل جلاله نه وروسته په طالبانو پسې تړلي…
که دا ملت په بمبار، چاپو، وژنو، زندانونو او له مرگ وېرېدای؛ نو د امریکا پر وړاندې به هېڅ افغان پاڅون نه وی کړی. ټولو به د امریکا قانون منلی وی، د امریکا د ډالرو په پریمانه پیسو به یې خپل ژوند کاوو. دا ملت نه مري، دا ملت خپل ازادي چې په هر قیمت وي اخلي به یې ان شاء الله
روسانو له امریکایانو ډېر ظلم وکړ، ډېر خلک یې شهیدان کړل، میلیونونه یې معلول کړل او ودان افغانستان یې کنډواله کړ؛ خو دا ملت بیا هم ساه اخلي، ژوند کوي او د امریکا پر وړاندې قوي مقاومت کوي.
امریکا او افغان دولت دې د زوال شېبې وشمېري، چې څو ورځې وروسته به د افغانستان له پاکې خاورې ورکېږي.

















