کرزی: د وسلوالو په پلمه د ولسي خلک بمبارول تر ټولو بد جنایت دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۴ )

په داسې حال کې چې افغان حکومت لا هم د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په هوایي برید کې د وژل شویو لسګونو ماشومانو نسبت وسلوالو ته کوي او د دوی د ادعا ترمخه چې، په دې برید کې یې ستر طالبان له منځه وړي، پر همدې مهال پخوانی ولسمشر بیا دا کړنه بوږنونکی جنایت بولي او تقبیحوي یې.
حامد کرزي ویلي، هر هغه برید چې د وسلوالو په نوم پر ولسي خلکو ترسره کیږي، مدرسې ، شفاخانې او د خلکو کورونه او نورې رغنیزې چارې له منځه وړي ترټولو لوی او نه بښونکی جنایت بلل کیږي.
کرزي د کندوز غمیزه د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل بللی او په سختو الفاظو یې تقبيح كړی دی.

د کندوز بمبار

بل پلو د امریکایی ځواکونو یوې ویاندي لیزاګارسیا رویټرز آژانس ته ویلي؛ امریکایی ځواکونو نن په کندوز کې هیڅ ډول هوایی برید نه دی ترسره کړی، په دې اړه چې ویل کیږي؛ بهرنیانو دا برید کړی؛ کاملاً بې بنسټه ده.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې برید دوی ترسره کړی او په یاد برید یې له ډیره وخته کار کړی.
په یاد برید کې تر سلو ډیر ولسي خلک وژل شوي او.تر ۲۰۰ ډیر ټپیان دي چې تر ډیره یې قربانیان هم ولسي وګړي دي.
طالبانو ویلي چې د دوی هیڅ فرد داسې غونډو ته د ورتګ اجازه نه لري او نه ورته زیان رسیدلی.
بل پلو دولت پلوه رسنیو بیا د مدرسې یوسپین بیرغ باندې استدلال کړی چې ګواکې د طالبانو اړوند و، خو دسیمې دخلکو په وینا چې پر یاد بیرغ تر مقدسې کلمې لاندې د مدرسې نوم لیکلی چې دا د مدرسو عمومي نښان هم بلل کیږي او په ګڼو ولایاتو کې په دیني غونډو کې د یو اسلامي سنبولیک نښان په توګه کارول کیږي.
طالبانو پر ولسونو غږ کړی چې د افغان او امریکایي ځواکونو پرضد دې په ریښتینې معنا را پورته شي ترڅو روانې غمیزې ته د پای ټکی کیښودل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button