(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۵) نن سهار مهال د کابل ښار په زړو مکرويانو کې د ملي اردو په رينجر موټر کې پسې د تړل شوي ماين له کبله چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې شپږ تنه عسکر ټپيان شوي دي.
د چاودنې په لومړيو کې د کابل امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي وويل، د شپاړلسمې حوزې مربوط سيمه کې د چاودنې له کبله دوه تنه سرتيري ټپيان شوي.
خو تازه د دفاع وزارت وايي، په چاودنه کې شپږ تنه عسکر سخت ټپيان شوي او د تداوۍ لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د پوليسو رينجر موټر پر سړک د تېرېدو په حال کې و.
وخت ناوخت وسله والو طالبان په کابل کې په پوځي موټرو او دولتي منسوبينو چريکي بريدونه کوي خو تر اوسه د چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.


















