(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۵) د روزګان ولايت اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، چې افغان ځواکونه د دغې ولايت له يو شمير ښوونځيو پوځي استفاده کوي.
د ترينکوټ اوسېدونکو بي بي سي ته ويلي، د مرکز اړوند په يو شمير ښوونځيو کې افغان ځواکونو سنګرونه نيولي چې د کوچنيانو ښوونيز بهير يې له خنډ سره مخ کړی دی.
د غازي په نوم د سفيد خار ښوونځي يو تن زده کوونکی وايي، افغان ځواکونو يې په ښوونځي کې مورچلې جوړې کړي، په ښوونځي کې پوليس ديره دي له دې ويرې چې جګړه به ونښلي ښوونځي ته نه شي تلی.
د ياد ښوونځي ښوونکی محمد عيسی وايي، تر دې مخکې مو په ښوونځيو کې ښه درسونه روان و خو له کله راهيسې چې پوليس په ښوونځيو کې ديره شوي، زده کوونکي ښوونځي ته نه راځي، درسونه نشته، اولادونه مو بې تعليمه پاتې دي.
په عين حال کې د روزګان ولايتي شورا رئيس اميرمحمد بارکزی وايي، په ټول ترينکوټ کې يواځې څلور ښوونځي خلاص دي او نور ټول بند دي چې ستر لامل يې له ښوونځيو څخه پوځي استفاده ده.
د روزګان د امنيت امر عبدالقوي عمري مني چې په ځينو سيمو کې يې له ښوونځيو نظامي اسفتاده کړې خو په وينا يې د دغې کار د مخنيوي لپاره د يوه کمېسيون پر جوړولو کار روان دي.
يواځې روزګان نه دی چې افغان ځواکونه يې له ښوونځيو نظامي استفاده کوي بلکې د نوي تعليمي کال په پيل کې د هلمند ولايت د پوهنې رئيس داود شاه صفاري وويل، چې د مرکز په ګډون په ډیری ولسواليو کې د ملي اردو، پوليسو او سيمه ييزو پوليسو سرتيري له ښوونځيو د سنګر په توګه کار اخلي چې له کبله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.
تر دې مخکې، د بغلان او کوندوز په ګډون له يو شمير نورو ولايتونو څخه هم ورته راپورونه ورکړل شوي چې افغان ځواکونو په ښوونځيو کې مورچلې جوړې کړي چې له کبله يې ډیری ښوونځي تړل شوي دي.


















