کونړ: تر توغندویزو بریدونو وروسته پاکستاني الوتکو پر دانګام سخته بمبارۍ کړې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷وری ۱۵)
راپورونه وایي چې نن سهار پاکستاني جیت الوتکو د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ پر اړوند سیمو سخته بمبارۍ کړې.
د کونړ ځایي چارواکي وایي چې بمبارۍ د ډیورند فرضي کرښې ته څیرمه سیمو باندې شوې او په وینا يې چې په دې بمبارۍ کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی.
پاکستاني ځواکونه داسې مهال د دانګام په ولایت هوایي بریدونه کوي چې تیره ورځ یې هم پر همدې ولسوالۍ ۳۸۰ توغندویز بریدونه کړي و ، چې د سیمې دخلکو په وینا، لا هم دوام لري.
د دانګام ولسوالۍ دوو تنو قومي مشرانو حاجي فاتحنور او تازهخان د سلام وطندار خبري شبکې ته ویلي؛ پاکستاني جیټ الوتکو د دې ولسوالۍ اړوند د لېټۍ، شونټومنزۍ، شهیدانوسر، چاقوړۍ او یو شمیر نورې سیمې ویشتلې او همداراز یې د کرښې دې غاړې ته خپل بیرغونه هم لګولي.
د یاد ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار د پیښې د پخلي تر څنګ ویلي چې د پیښې په اړه یې مرکزي اداره په راز کې اچولې خو تر اوسه یې کوم غبرګون نه دی ترلاسه کړی.
باید وویل شي چې په تیر کې د دفاع وزارت خپلو منسوبینو ته امر کړی و، چې د پاکستاني ځواکونو بریدونو ته یواځې هغه وخت ځواب ووایي کله چې د دوی پوځي مراکز یې په نښه کول.
چارواکي وایي چې د تیرې ورځې په توغندویزو بریدونو کې پنځه ملکي کسان ژوبل سوي او ګڼې کورنۍ بېځایه شوي دي.



