جمعه خان همدرد: که څوک غواړي او کنه، طالبان د دې خاورې دي او یو ورځ بیا به واک ته ورسیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۵)

د حزب اسلامي لوړپوړی غړی او د پکتیا ولایت پخوانی والي جمعه خان همدرد د طالبانو د بیا راتګ خبر ورکوي او زیاتوي چې دا ډله په شمال او یو شمیر جنوبي او لویدیځو ولایتونو کې په ګړندۍ توګه مخ پر وړاندې روانه ده.
همدرد چې نن په مزارشریف کې یوې ناستې ته وینا کوله وویل؛ “که وغواړئ او کنه طالبان د دې خاورې بچیان دي او یوه ورځ به بیا قدرت ته رسیږي نو لازمه ده چې له دې ډلې سره نوره سوله وشي“
نوموړي د خپل مشر ګلبدین حکمتیار له هغه وړاندیز څخه هم ننګه وکړه چې ګواکې طالبانو ته دې د سولې لپاره ځینې سیمې د امن ساحو په نوم ورکړل شي.
نوموړي وویل؛ حکمتیار کله هم د تجزیې غوښتنه نه ده کړې او خبرې یې غلطې تعبیر شوې.
له نوموړي سره په دې سفر کې د حکمتیار کشر ځوی حبیب الرحمان هم ملتیا کوله او په خپلو خبرو کې یې ډیر ټینګار د ټاکنو په شفافیت او دټاکنیزو ټیمونو په تعادل کوله.
د یادونې وړ ده چې طالبانو په ځلونو ویلي چې دوی د واک اخیستلو په خاطر جګړه نه کوي او یواځنی مقصود یې له نړیوالو “اشغالګرو“ څخه د هیواد خلاصون ښودلی.
طالبانو همداراز د امن ساحو د ورسپارلو په غبرګون کې ویلي چې هیڅ هغه وړاندیز نه شي منلی چې د تجزیې بوی پکې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button