ولسمشر خپل غچ له ولس نه واخیست خو د قهار خدای د غچ انتظار دې باسي

آصف الله آصفي
که لوستونکو ته په یاد وي څه موده وړاندې کله چې طالبانو په کابل کې د اشرف غني لاسپوڅې ادارې پر یوه نظامي مرکز د امبولانس په واسطه برید وکړ نو اشرف غني د وزیر اکبر خان یا د حاجی یعقوب په مسجد کې د تلویزیونونو له لارې را څرګند شو، د خپلو ډارنو سرتیرو پر مړینه او ټپی کیدا یې د تمساح اوښکې توی کړې او د برید غندنه یې وکړه، د خپلو ډارنو سرتیرو د مورال د ګراف د نور نه کوزیدا په موخه یې هغوی ته ډاډګیرنه هم ورکړه.
خو په پای کې د خپل پخواني عادت سره سم چې کله د امریکایی پیریانو د جذبې څپه پرې راغله نو د دواړو لاسونو ګوتې یې سره یو ځل بیا غبرګې کړې او خپل آواز ته یې په خپل ټول زور سره اکسلیټر ورکړ او ویې ویل چې زه له خپلو سرتیرو سره ژمنه کوم چې ډیر زر به د دې برید غچ اخلم.
ډیرو خلکو د ولسمشر دغه ډول څرګندونې بې باکانه وبللې او دا یې د جنګ د اور په لمبو د تیلو شیندل تعبیر کړل، خو خلک یې دې ته هم نګران کړل چې اوس به دا امریکایی زمری!!! له پیریانو څه ډول غچ اخلي؟
ځکه چې طالبان خو د یوه امریکایی جنرال په وینا چې ویلي یی دی:مونږ له یوه داسې دښمن سره په جګړه کې یو چې پر مونږم ګوزارونه کوي خو مونږ ته په سترګو نه ښکاري.
خلک ځکه حیران وو چې د غنی لالا سره به لا څه ډول جادو وي چې پر دغو پیریانو به یې د برید او غچ اخیستني پر مهال وکاروي؟؟؟
خو دا چې د غنی بې واکه اداره تل د طالب د سوکانو ګوزارونه خوري او له خولې او پوزې یې وینې روانې وي، خو ګوزار کوونکی طالب ورته په سترګو نه ښکاري نو ځکه بیا خپل غچ له ولسي بې ګناه تورسرو، کوچنيانو، سپین ږیرو او بې ګناه ملکي خلکو اخلي، تیر اولس کاله د دې شاهد دي.
په همد اساس د ډیرو همدا وړاندوینه وه چې غنی به حتما اوس یو ځل بیا پر بې ګناه او بې وزله خلکو او هغه هم د خپل بادار په لارښوونه ضرور ګوزار کوي او خپله کړې ژمنه به له خپلو کرغیړنو او اجیرو سرتیرو سره پوره کوي، همغه وو چې څو ورځې وړاندې یې په کندز کې د اخنزاده د دیني مدرسې او هغه هم د الله تعالی د ستر کتاب قرآن مجید پر حفظ کوونکو تنکیو ماشومانو چې تازه یې د خدای تعالی کتاب په خپلو سینو کې ځای پر ځای کړی و او د جنګ جګړو او مظالمو نه په غافل ماحول کې او د خپلې خوشحالۍ نه په ډکه نړۍ کې له خپلو خپلوانو او استاذانو سره په روحاني غونډه کې بوخت وو او د رسول الله ص د وینا سره سم چې پر داسې غونډو د رحمت ملایکې خپلو وزرونه غوړوي، د امریکایی الوتکو او بمونو په واسطه ټپوسانو له هوا نه داسې بېرحمانه ګوزارونه وکړل چې بشري تاریخ او په تیره زمونږ په دین مین ولس او ملت به یې هیر نکړي.
غني! هو رښتیا هم تاسې خپله کړې ژمنه له خپلو منحوسو سرتیرو سره پوره کړه، خپل غچ مو واخیست، خو د هیواد له بچیو مو واخیست، د هیواد له مسجد او مدرسې، د هیواد له حافظانو، د هیواد له بېوزلې طبقې، د هیواد د قرآن ساتونکو، او بالآخره د پیغمبر له وارثانو مو واخیست.
پوه شه چې د ملت د حافظو تنکیو بچیانو په داسې بې دردۍ وژل څه ټوکې ندی او نه دا ملت دومره په پښو شل او په لاسو ګوډ دی.
ستا اصلي وحشیانه څیره ورو ورو خلکو ته بربنډیږي، سربیره پر دې له خدای تعالی خو هیڅکله پټیدای نشي نو د الله تعالی د دې وینا په مصداق چې فرمایلي یی دی:
و سیعلم الذین ظلموا أی منقلب ینقلبون.
یعنی ظالمان به ډیر زر پوه شي چې کومې خواته یې مسیر دی.
ته به ډیر زر د قهار خدای د قهر څپه وګوري، ملت به هم له تاسره ډیر زر خپله محاسبه وکړي او طالب فدایان به دې هم د نبض کتلو لپاره ملاقات ته درشي، او تاته به وښیئ چې د سیر نه څو پخیږي.



