هند افغانستان ته د څلورو پوځي الوتکو سپارل ځنډولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۸) هندي پوځي چارواکو د دغې هېواد رسنيو ته ويلي، چې د ځينو ستونزو له کبله يې افغانستان ته د ژمنه شويو څلورو جنګي الوتکو ورکول ځنډولي دي.

د چارواکو په وينا، افغانستان کې ځينې ستونزې او په بېلاروس کې د الوتکو د کار نه بشپړتيا د دې لامل شوی چې افغانستان ته د الوتکو د ورکړې بهیر څو مياشتې وځنډوي.

شاوخوا لس ورځې مخکې په نوي ډهلي کې د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي ويلي و، چې د هند افغانستان او بیلاروس تر منځ يو تړون لاسليک شوی، چې له مخې يې بيلاروس افغانستان ته څلور ام ۲۴- زړې جنګي الوتکې ورکوي چې شاوخوا شل ميلونه ډالره لګښت پرې راځي او ټول لګښت به يې هند پرې کوي.

نوموړي ويلي و، د هند او بیلاروس له لوري افغانستان سره د نوو نه بلکې د زړو الوتکو مرسته کېږي خو په خبره يې چې د الوتکو پرزې او وسايل به يې نوي کېږي.

شيدا محمد ابدالي تاييدوي، چې د هند له لوري افغان حکومت ته د الوتکو د سپارلو ورکړه ځنډېدلې ده خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د يادونې ده، چې هند له دې مخکې هم د افغانستان هوايي ځواک سره د څلورو جنګي الوتکو مرسته کړې وه چې افغان حکومت يې د طالبانو پرضد په جګړو او هوايي بريدونو کې کاروي.

څو مياشتې مخکې، د هند مرسته شويو الوتکو چې افغان پوځ ته يې سپارلي د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې پر يوه لوبغالي او يوه کور هوايي برید وکړ په ترڅ کې يې څلور ماشومان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button