طالبان: مارچ مياشت کې ۱۵۷۶ عسکر وژل شوي او ۳۸۵ دولتي کارمندان تسليم شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۸) طالبان وخت ناوخت په هېواد کې په جګړو کې د وژل شويو عسکرو او دوی ته د تسليم شويو دولتي منسوبينو او کارمندانو په اړه مياشتنی راپور خپروي، چې په وينا يې په تېره مياشت کې ورته د بېلابېلو نظامي او ملکي ادارو ۳۸۵ کارمندان تسليم شوي دي.
د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوي يوه لوی جدول کې د تسليم شويو عسکرو، دولتي منسوبينو شهرت خپور کړی زياتوي چې دغې عسکرو ورته ۳۵ ميله سپکې او درنې وسلې، مخابرې او نور نقليه وسایط هم وروړي دي.
طالبان وايي، دغه کسان د دعوت و ارشاد او جلب وجذب کمېسيون په هڅو او د ځايي طالبانو په مرسته تسليم شوي دي او ژمنه يې کړې چې له دوی وروسته به دولتي ليکو ته نه ورستنېږي.
دغه راز طالبانو په مارچ مياشت کې د خپلو عملیاتو راپور خپور کړی زياتوي چې په تېره مياشت کې يې د څلورو سرتيرو بريدونو په ګډون ۷۶۵ عمليات کړي چې پر مهال اته بهرني عسکر وژل شوي، اته نور ټپيان دي.
د طالبانو خپور کړی راپور ښيي، په دې عملياتو کې ۱۵۷۶ عسکر وژل شوي او ۱۰۲۴ تنه نور ټپيان شوي او همدارنګه ۲۳۰ پوځي نقليه وسایط، رينجرې او ټانګونه ويجاړ شوي دي.
طالبان هره مياشت په هېواد کې د جګړو په ترڅ کې د وژل شويو بهرنيو او دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې راپور خپروي.
د يادونې ده، چې طالبانو د دولتي ځواکونو تسلېمېدونکو عسکرو او دولتي کارمندانو لپاره د (دعوت و ارشاد او جلب وجذب) په نوم کمېسيون جوړ کړی چې په ټول هېواد کې فعاليت کوي او دولتي کارمندان هڅوي ترڅو د طالبانو ليکو سره يوځای شي.



