پاکستان او افغانستان پر ځينو موضوعاتو موافقه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۸) په کابل کې د پاکستاني او افغاني چارواکو په کتنه کې د دواړو هېوادونو مشرانو تر منځ په يو لړ موضوعاتو موافقه شوې ده.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د جمعې په ورځ ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزير شاهد خاقان عباسي سره د لېدنې پر مهال پر اوو مواردو موافقه کړې ده.
خبرپاڼه کې، پاکستان د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کړی، دغه راز د هغو وسله والو پرضد به مبارزه کوي چې امنیتي ګواښونه رامنځته کوي، په موافقه کې راغلي چې دواړه هېوادونه به هغو وسله والو ته اجازه نه ورکوي چې خاوره يې د بل هېواد پرضد وکاروي، دواړه هېوادونه به د يوبل له هوايي حريم سرغړونه نه کوي، دواړه هېوادونه به د يوبل له ملامتولو ډډه کوي او اختلافي مسائلو ته د ليرې کولو لپاره به د سولې د رامنځته شوي له عملي پلان څخه استفاده کوي او همدارنګه په موافقه شويو مواردو د عملي کولو او ارزولو لپاره به د افسرانو په کچه ارتباطي ميکانيزم جوړ او د عمل پلان د تطبيق په موخه به کار کوي.
شاهد خاقان عباسي په کابل له ولسمشر غني سربيره، له اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله، د سولې شورا مشر کريم خليلي، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او د اجرائيه رياست مرستيال محمد محقق سره هم وکتل.



