شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د فساد له منځه وړل د مجاهدينو د بقا ضامن

kabull نشرونکی: kabull
دسمبر 10, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
95
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالد رعد

په هيواد کې د مفسدي طبقې نيست نابود کول د هيواد د با احساسه مجاهد ولس د بقا او پرمختګ لپاره تر ټولو لوی سبب ګڼلی شو او که بالعکس د مفسد قشر شتون په پراخېدو شي نو دا بيا د جهاد او نیکومجاهدینو د له منځه تلو ستر لامل کيدای شي.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

توره او نېزه چلول يا په اوسنۍ زمانه کې د نورو پرمختللیو وسلو استعمال د همدې لپاره روا شوی چې د الله تعالی په زمکه فساد له منځه يوړل شي او په ځای يې پرامن اسلامي نظام واکمن شي، مسلمان با احساسه ملت همدې موخې ته د رسيدو په خاطر د سر او مال قربانۍ ورکوي او هر ډول ستونزې په ځان مني، که فساد اوج ته ورسېږي او په وړاندې يې مبارزه نه وي نو بيا هم ملت مري هم بقا مري.

که فساد او مفسدين پراخ او ډير شي نو دا ورسره تړلې ده چې جهاد او مجاهدين به کمزوري کېږي او بلاخره به هيواد بيا هغه دوران ته ګرځي چې په لارو کې به کيلومتر په کيلومتر د بيلو بيلو قومندانانو پاټکونه وو او له خلکو به يې په يو بل نامه شوکې کولې او حتی په مرګ اوبي ناموسئ يې هم سرپه نه کوله، د يو چا کيسه مې په ياد ده چې ويل يې له يو پاټکه يې کوم ګوند ته په ځان منسوبولو ځان تير کړی و خو چې کله بل پاټک ته رسېدلی وو نو د پاټکونو تر منځ کمې فاصلې ته په کتلو يې ګومان کړی وو چې دا هم د هماغه ګوند افراد دي، ده چې ځان ورته په هغه ګوند پوري تړلی وو نو هغو بې له ځنډه د کونداغونو تر وارونو لاندې نيولی وو؛ ځکه هغوی د پخواني پاټک له ټوپک والو سره لکه غوښه او چاړه وو.

نني مفسدين ( اربکيان او اختطافګر ) هماغو پخوانو ټوپکمارو ته ورته دي چې که يې مخه ډب نشي؛ لري نه ده چې کړېدلی ولس به يو ځل بيا له هغو مشکلاتو سره مخ کړي چې اوس يې کيسې اورېدلو ته تيار نه دی، نني مجاهدين ډير مکلف دي چې د دې وحشي او له انسانيت سره نابلدو افرادو چاره وکړي، ولس چې مجاهد دی، له مجاهد سره مالي يا ځاني مرسته کوي او يا يې اقلا په مجاهد زړه خوږېږي، دا ټول د همدې لپاره چې د اميد سترګي يې يوازې همدې خړپړ مجاهد ته اوړي، يوازې له همدې مجاهده هيله لري چې مال، ځان او عزت يې ورته خوندي وساتي او له نورو لري يوازې همدا مبارز قشر سپېڅلی، پاک زړی او په دين او وطن رښتينی مين ويني.

د مجاهدينو مقابل جانب ډيره هڅه کوي چې نوي راپيدا شوي فاسد تحرک او تر دې وړاندي د پاڅون په نامه راپورته شوي فساد ته هوا ورکړي او په يو نه يو ډول يې قوي معرفي کړي، د دوی او مجاهدينو تر منځ پيښو شويو نښتو ته د مجاهدينو د خپلمنځي شخړې نوم ورکوي، ډير کم تعداد يې هم لوړ يادوي، که څه هم د پردې ترشا يې دوی خپله تمويلوي خو په ظاهره يې ځان ته نه منسوبوي او له دې علاوه لوی کوشش کوي چې د مجاهدينو تر ولکې لاندې سيمو کې د شته امن او ډاډ سيوری يو ځل بيا د خلکو له سرونو لري کړي.

اشغالګرو او ګوډاګيانو يې په دې غورځو پرځو کې يو شمېر ګټې ليدلي چې بايد ولس ورته ځير و اوسي او پرېنږدي چې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي، دوی په دې سره غواړي د مجاهدينو له روانو فتوحاتو د خلکو فکر په بله کړي، د مجاهدينو قوت او ځواک کمزوری او په داسي شکل وښيي چې خلک ورپوري خپل اميدونه ونه تړي او د يو بل ځواک په لټه کې شي؛ تر څو صف وشيندل شي، دوی دغه خلک هرکله د مجاهدينو تر واک لاندې سيمو کې د فساد په رامنځته کولو مامور کوي، دا هم د دې لپاره چې اولس د مجاهدنما په نامه له مجاهدینو ستړی کړي او بلاخره يې دې ته اماده کړي چې له هر اړخه يې زړه موړ شي او مجاهدينو سره له مرستې بيزار شي، خو مجاهد او با احساسه ولس په دې ټولو ښه خبر او پوه دی، د دوی لپاره د دې مفسدينو په ناروا شتون يوازي همدا لوی او ناقابل رد دليل هم بس دی چې غربي او کورنۍ اجيرې رسنۍ يې ننګه کوي، حتی تلویزوني ګروپونه یې په کمپاین کې ګډ ورسره ګرزي او غونډي یې مستقیما ترپراخ خبري پوښښ لاندي راولي.

مجاهدين او ولس بايد د مکار دښمن دې هڅو ته ځير واوسي، د خپل سر، مال او عزت د ساتنې په خاطر دښمن ته اجازه ورنکړي چې په سيمو کې يې نا امني جوړه کړي او هغه ډاډ ترې غلا کړي چې دا ډير کلونه يې دوی تر سيوري لاندې خوښ او نيکمرغه ژوند تيراوه، ګني هغه ټولي قربانۍ به يې په خړو اوبو لاهو شي چې دوی دا څوارلس کاله د پرامن ژوند کولو او خپل دين د ساتلو په موخه ورکړې دي، د اربکيانو او اختطافګرو په پراخ شتون کې به يې نه عزت خوندي وي او نه هم سر او مال؛ ځکه چې دښمن به خپل هدف ته رسېدلی وي او جهاد او مجاهد به نه وي، نو د يادو مفسدينو له منځه وړل د مجاهد، جهاد، امن، سوکالي او خوښۍ د بقا او دوام تر ټولو ستر او پوخ ضامن دی.

مخکینې مطلب

د ښځو د مسایلو او حقوقو په اړه پر اسلام د نیوکو مدّلل ځوابونه (څلورمه برخه)

بل مطلب

عراق: الرمادي کې غبرګو چاودنو ۶۳ پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com