(کابل تکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۹ )
د ملي یووالي حکومت له پاکستاني چارواکو سره هغه جنجالي هوکړه کړې چې له پخوا څخه پرې تورونه و.
د هوکړې ترمخه به دواړه هیوادونه به د عملیاتو د څارنې له پاره په افغان پوځ کې د آی اس آی افسران او په پاکستاني پوځ کې د ملي امنیت مامورین څارندویان ټاکل کیږي.
آریانانیوز ته یې سرچینو ویلي؛ هوکړه د پاکستاني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او اشرف غني ترمنځ شوې چې تر مخه به یې دا استخباراتي مامورین د دواړو هیوادونو په سفارتونو کې ګمارل کیږي او کله هم چې په پاکستان کې د افغان طالبانو د ځپلو عملیات پیل کیږي ملتیا به یې د ملي امنیت کسان او که افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات کیږي ،بدرګه به یې د آی اس آی افسران کوي.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي؛ د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني تر بل هر ولسمشر څخه زیات پاکستان ته اهمیت ورکړی په داسې حال کې چې په ځلونو ثابته شوې چې دا هیواد پر افغان طالبانو هیڅ اغیز نه لري او یواځې دوه مخی رول مخته وړي.


















